ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپورراکړ،ستردینی مرجع ایت الله مکارم شیرازي د اسلامي مذهبونو ترمینځ په یووالې باندې په ټينګار سره د نورو مذاهبو د مقدساتو سپکاوی ناروا وباله او د اهل تسنن او اهل تشیع د عالمانو ترمینځ د اصولي خبرواترو په ضرورت ئې ټينګار وکړ.
دغه ستر دیني عالم په ایران کې د اسلامي مذاهبو د نیږدې والې د نړیوالي ټولنې له عمومیمنشي حجت الاسلام «حمید شهریاري» سره په لیدنه کې دې ته په اشارې سره چي ځینې محدود افراط پاله کسان د اسلامي مذاهبو تر مینځ اختلافاتو ته لمن وهي، وویل: د اهل تشیع او اهل تسنن د علماو او متفکرانو وېناوې باید د معیار په توګه په نظر کې ونیول شي، نه د افراط پالو د لږکیو نظریې او وېناوې.
هغه همدارنګه د اهل تشیع او اهل تسنن د علماو او کارپوهانو ترمینځ اصولي خبري اترې او همږغیتوب یو لوی ضرورت وباله چي باید د اسلامي مذاهبو د نیږدېوالې د نړیوالي ټولنې له لورې تعقیب کړای شي.
دغه وتلي او ستر دینی مرجع یادونه وکړه چي د شریعت له نظره د نورو مذاهبو مقدساتو سپکاوی جایز نه دی او دغه شان اعمال اسلامي وحدت ته سخت زیان رسوي.
د اسلامي مذاهبو د نیږدېوالې د نړیوالي ټولني مشر هم د داعش د ترهګري ډلي په ماته کې د ایران د اسلامي جمهوریت رول او د شهید سردار قاسم سلیماني او دهغه د ملګرو رشادتونو ته په اشارې سره، وویل: په وروستیو کلونو کې د اسلام دښمنانو تل هڅه کړې چي د قومیت او د مذهب په نامه د مسلمانانو تر مینځ اختلاف واچوي، خو له نیکه مرغه په نړیواله کچه کې موږ د اسلامي وحدت د پیاوړي کېدو کتوونکي یو.