ایکناخبری اژانس راپور راکړ،د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي نن د مداحانو په ټول کې ټينګار وکړ، د اهل بیت علیهم السلام محفلونه او مجلسونه دې د ځوانانو ډول ډول پوښتنو او غوښتو ته د ځواب ورکولو په مرکز بدل شي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود نن د حضرت فاطمة الزهرا سلام ا...علیها دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت د اهل بیت علیهم السلام له یوشمیر مداحانو او ذاکرانو سره په کتنې کې وفرمائيل ،مجلس او محفل د بیانونې جهاد مرکز دی،خپل رول د ملت په ضد د رسندوئي جنګ په مقابل کې وځلوئ .
دوي همداراز د حضرت فاطمة الزهرا سلام ا... علیها دشخصیّت لوړو اړخونو ته په اشارې سره وفرمائيل ؛ د طهارت ځائيګی ، دخدای لپاره کار او بې منته خدمت ، او د مباهلې په قضیې کې له باطلې جبهې سره په مخامخیدا کې ممتاز موقعیّت ، دهغې بزرګوارې ځانګړنې دي چې په قرآن ریم کې ورته په ډاګه اشاره شوې ده .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي وفرمائيل ؛ په الهي لطف وکرم سره د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته ، د ایران ټولنه فاطمي شوي او په تیرو درو څلویښت کلونو کې مو فاطمي حرکت وار د واره په سپيڅلي دفاعي پړاؤ کې ، د فخزي زاده ،د خدای بخښلي کاظمي آشتیاني د لوي پوهاند او ایټمي شهداؤپه څير دشهیدانو بې منته خدماتو او علمی حرکت په دوران کې او دغه راز د سیلاب او زلزلو په څير په طبیعي پيښو کې لیدلي دي . دوي ټينګار وکړ ، حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیها باید په درستو اړخونو کې په تیره بیا په اجتماعي او انقلابي حرکتونو کې اسوه او بیلګه شي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دوام کې وفرمائیل ؛ خلکو ته اجتماعي خدمت، په داسې شرائطو کې چې دښمن د اقتصادي ترهه ګرۍ او دباؤ په رامینځةکولو سره د اسلامی نظام په مقابل کې دوي په راوستو کې هڅه کوي ،یو ارزښتمند جهاد دی . دوي همداراز د پراخو رسندویو په وسیله د خلکو دافکارو دغړولو او د ایمان دخرابولو او دخلکو د باؤرونو د له مینځه وړلو لپاره د ایرتان دملت د دښمنانو پراخو خوځښتونو ته په اشارې سره سره او د هنر او رسانئۍ له زرګونو متخصص ځواک څخه او دغه راز زیاتو مالی او امنیتی ملاتړونو څخه په استفادې سره د بیانونې او رونټیا د ډګر ترټولو مهم جهادي ډګر وبالۀ او ټينګار ئې وکړ ، ددغه شیطاني حرکت په مقابل کې مجلسونه او محفلونه باید له ځانه پوښتنې وکړي چې د حق او باطل جبهې په بې آمانه جنګ کې او د حقیقت اودروغو د روایتونو په مخامخیدا کې په کوم ځائيګي کې دي او څرنګه د اسلامی انقلاب اصلي اساس او آرماننونه پراخولی شي .
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي ، دسپيڅلي دفاع په پړاؤ کې او دغه راز د اته اتیایم کال په فتنې کې د مداحانو ښو امتحانونو او غوره رول لوبونې ته په اشارې سره ووئيل ، مداحانو په حقیقت کې مجاهد پالنه او شهید پالنه کړې او دا سلامی جمهوری نظام او دښمن ترمینځ په رسندوئي او کلتوري جنګ کې د انقلابي مداحانوپه زړه پورې چغه ډير کارندوالی درلودلی او نن سبا هم دغه غوره چغه هماغه راز باید ددښمن له پراخې جبهې سره په مقابلې کې غوره کارندوالی ولري .