ایکناخبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپورر اکړ ، دایران داسلامی جمهوریت ولمسشر ابراهیم ریئسي نن د حضرت فاطمة الزهرا سلام ا... علیها د نیکمرغه زوکړې د کلیزې او د مور او میرمنې د ورځې په مناسبت د عقلمنې میرمنې نومې سیمنار کې پخپلې وینا کې ووئيل د حضرت فاطمةالزهرا ملکوتي مقام او صفتونه ډير لوړ مفاهیم لري .
د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې دمیرمنې مقام حقیقي احترام او داسلامی هویّت ته پام د میرمنو اصلی موضوع ده ټينګار وکړ ، د انسان لوړو کمالاتو ته په رسیدا کې د سړي او ښځې ترمینځ هیڅ فرق نشته او دمیرمنې د حقیقي هویّت په ساتنې او خوندیکیدا سره او د میرمنو دشخصیّت د لوړتیا لپاره په هڅې سره، ډیری مشکلات او ترینګلتیاوې حل کیدلی شي .
ابراهیم ریئسي د مقدس دفاع او اسلامی انقلاب دبریالیتوبه په پړاؤ کې دمیرمنو لوبونکي رول ته په اشارې سره زیاته کړه ، د اسلام دمبارزانو سرښیندنې او قربانۍ او میړنتوب ، د غو میّندو ،خوئیندو او ماندنو ملګرتیا او تربیت پامته داره دی چې په زغم او صبر سره ئې مقاومت کړی دی .
د اسلامی ایران ولسمشر همداراز میرمنې ته د اسلام دنظر په باب هم ووئيل . اسلام یو زر څلور سوه کاله مخکې د میرمنو لپاره د مالکیّت حق ، د میراث حق ، و درائ حق په رسمیّت پيژندلی او دا په داسې حال کې دي چې په لویدیځ کې په وروستیو پیړیو کې دغوو دغو موضوعګانو ته پام شوی دی .
د جمادي الثاني شلمه نیټه ، دحضرت فاطمة الزهرا دنیکمرغه زوکړې له کلیزې سره برابرده ده او د ایران په اسلامی جمهوریت کې دغه ورځ د مور او میرمنې په ورځې هم لمانځل کیږي .