ایکناخبری آژانس د حسیني مقدس آستان د اطلاع رسونې د ادارې له قوله راپور راکړ، یو قرآني علمي وبینار ، د انډونیشیا د اسلامی مطالعاتو د مرکز د مدیر او نامتو مفسر پروفیسر محمد قریش شهاب پشمول د حسینی آستان دقرآن دتبلیغ د مرکز د انډونیشیا د څانګې د روزنې دعملې په شتون سره ترسره شو .
ددغې څانګې مسئول شیخ عبدالله بیک په دې باب ووئيل ، د انډونیشیا په پلازمینې جکارته کې د قرآن د تبلیغ د نړیوال مرکز دسړیو او ښځو معلمانو او عملې لپاره او هم د قرآن کریم د علومو او تفسیر په زمینې کې د دوي دعلمي سوئې دلوړاوي لپاره او دغه راز د څيړنیزې حوزې د فعالولو په لړ کې قرآني وبینار ، د پروفیسر محمد قریش شهاب په شتون سره چې د تفسیر المصباح خاوند او د قرآن کریم دتفسیر په زمنیې کې متخصص او یو ترټولو غوره علمی شخصیّت دی ، ترسره شو .
هغه ووئيل د قرآن دغه مفسر ، د قرآن کریم د حفظ د او د قرآن د تفسیر له ستنې سره د مرستې داهمیّت په باب مفصله وینا وکړه او پخپلو څرګنونو کې ئې د قرآن کریم د قمر سورې اولسم آیت «وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِر» ته په اشارې سره توضیح وکرړه، دهغو کسانو لپاره د قرآن یادونه ،حفظ او د معنې درک کول ، چې غواړي یاد ئې کړي ، او له عبرتونو ئې درس واخلي ، آسان دي .
د انډونیشیا دقرآن دغه مفسّر همداراز د قرآن کریم د آیتونو دموضوعي ساتنې پر اهتمام ، په دې ډو ل چې د مونږ د ژوند له اړتیاؤ سره سمون وخوري او همدارازآيتونو بڼه هم وساتل شي ، ټينګار وکړ .