IQNA

د فرانسې ولسمشرووئيل اسلامی ایران حق لري په امریکا بې اعتماده شي

6:31 - January 30, 2022
د خبر لمبر: 3485339
تهران (ایکنا) - د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون د ایران له ولسمشر سره په ټيلیفوني خبرو کې په ډاګه ووئیل ،د ایران  اسلامی جمهوریت حق لري چې په امریکا بې اعتماده شي ، ځکه دا امریکا وه چې د بحران درامینځةکیدا لامل شوې ده .

ایکناخبری آژانس دتسنیم له قوله راپور راکړ،د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون بیګا د ایران له ولسمشر ابراهیم ریئسي سره په ټيلیفونی تماس کې ووئيل ،د ایران  اسلامی جمهوریت  حق لري چې په امریکا بې اعتماده ووسي .

د ایران او فرانسې دولسمشرانو په ټيلیفوني خبرو کې د دوو اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا دلارو چارو  ، د سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو  په تیره بیا  په ویانا کې دایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  دمادو په اساس د بندیزونو دلغوه کیدا په باب  دروانې خبرواترو دپرمختګ په باب خبرې اترې وشوې .

 دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر آیت ا.... ابراهیم ریئسي  په دغو خبرو کې  د زیاتره دباؤ دسیاست په ناکامۍ د امریکا  اعتراف ته په اشارې سره  ټينګار وکؤ،  اسلامی ایران  دخبرواترو  په بهیر کط ،د موافقو د ترلاسه کولو لپاره خپل کلک هوډ او جدیّت  اثبات کړی دی  او  د مقابل لوري په  هرې هڅې کې  باید د بندیزونو لغوه کیدا او تائيدیدائې  او دغه راز باؤري ضمانتونه  شامل وي .

 ابراهیم ریسي  په دې خبرې په ټينګار سره چې  د سیمې امنیت او ثبات په بهرنیو لاسوهنو سره نه ،بلکې یوازې  د سیمه ایزو داخلی  حل لارو په وسیله  پوره کیدلی شي ، په یمن کې ئې انساني غمیزې  او ددغه هیواد دمظلوم ولس د کلابندۍ په ختمولو کې د نړیوالې ټولنې د توجه  غوښتنه وکړه .

د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون په دغو ټيلیفوني خبرو کې په ډاګه ووئیل ،د ایران  اسلامی جمهوریت حق لري چې په امریکا بې اعتماده شي ، ځکه دا امریکا وه چې د بحران درامینځةکیدا لامل شوې ده .هغه همداراز د یمن په خلکوباندې پوخي تیري په تیره بیا وروستۍ حملې هم محکومې کړې .

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1400/11/09/2653247/گف

captcha