IQNA

د مصر د پورټ سعید په قرآنی سیالیو کې د۶۶هیوادونو قاریان ګډون کوي

15:52 - January 31, 2022
د خبر لمبر: 3485345
تهران(ایکنا)- د مصر د پورټ سعید  قرآن کریم نړیوالې  سیالۍ  په راتلونکي میاشت کې د نړۍ د ۶۶هیوادونو  دحافظانو اوقاریانو په شتون سره ترسره کیږي .

ایکناخبری اژانس د الیوم السابع له قوله راپورراکړ،د مصر د پورټ سعید ولایت د قرآن کریم د حفظ او ددیني مداحیو پنځمې نړیوالې سیالۍ په راتلونکي میاشت کې د نړۍ د شپږ شپیتو هیوادونو  داستازو په شتون سره ترسره کیږي .

د مصر د پورټ سعید ولایت داطلاع رسونې سلاکار او ددغو نړیوالو سیالیو غږملونکي عادل مصیلحي ددغو سیالیو بشپړ جزئیات  اعلان کړ او وې وئيل ،دغه سیالۍ په پیل کې له ۲۰۰۳ کال څخه د سویز د درو واړو ولایتونو په سویه شروع شوې او له دې وروسته دغه آئيډیا پراخه شوه  او د مصر د ولایتونو په سویه ترسره شوې .

 هغه ددې خبرې په کولو سره چې د پورټ سعید د قرآن کریم او ددینی چارو نړیوالې سیالۍ سږکال د پنځم ځل لپاره  د خدای بخښلي استاد مصطفی اسماعیل په نامې سره ترسره کیږي ، ټينګار وکړ، هرکاله  ددغو سیالیو پر ترسره کیدا د یوه لوړپوړي قاري  یا حافظ نامه کیښودل کیږي  او  د سیالۍ شعار (الازهر الجامع و الجامعة»( د الازهر پوهنتون او جامع جومات) په نامې سره   نومول شوی دی .

د مصر دغه مسئول نوموړي سیالئ  دمصر لپاره په تیره بیا د پورټ سعید لپاره په دیني او کلتوري ټوریزم کې ستر اقدام بللی او وئيلي ئې دي ،پلانونه شوې ده ، چې  په سیالیو کې ګډون کونکي بهرني پلاوي د پورټ سعید د سّیل ځایونه  هم  وګوري .

  https://iqna.ir/fa/news/4032661  

captcha