IQNA

ایران ته د امام خمینی د راستنیدو په مناسبت د ایران په بندرونو کې کشتیو سایرنونه وغږول

11:27 - February 01, 2022
د خبر لمبر: 3485350
تهران (ایکنا) - په دې مناسبت د ایکناخبری آژانس درست کارکونکي د اسلامی امت درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وائي .  

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور ورکړ،  ایران ته د  اسلامی انقلاب د  ارواښاد لارښود در استنیدا د کلیزې په مناسبت د ایران په هرمزګان ولایت کې د ایران په ترټولو ستر تجارتي بندر   شید رجائي بندر کې  کشتیو سایرنونه وغږول .

 په راپور کې وئيل شوي ، په درست ایران کې د ایران ته د حضرت امام خمینی د واردریدو د کلیزې په مناسبت  داسلامی انقلاب د بریالیتوب دسباؤن لسیزې په پيلیدا سره،په درست هیواد کې ځانړي پروګرامونه او جشنونه جوړیږي او په هغو کې یو پروګرام په فارس خلیج کې د خوارو وارو کشتیو سایرنونو غږیدا ده .

  د ایران په درستو بندرونو کې دغه سایرنونه غږول شوي او همداراز نن  په درستو ښونځیو کې هم د اسلامی انقلاب دسباؤن لسیزې په مناسبت د انقلاب ټلۍ هم ګړنګول شوې ده .

په دې مناسبت د ایکناخبری آژانس درست کارکونکي د اسلامی امت درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وائي .  

https://parstoday.com/ps/news/iran-i111854

captcha