ایکناخبری آژانس د الاتجاه تيلیویژنی چینل له قوله راپورراکړ ، دعراق په نجف اشرف کې ددغه هیواد په لسګونو زره خلکو د خداي بخښلي آیت الله صافی ګلپایګاني د جنازې په دستورو کې په ګډون سره هغه بدرګه کړ .
په دغو دستورو کې د عراق د ستر دیني مرجع آیت الله سیستانو دوو زامنو حجةالاسلام محمد رضا سیستاني او حجةالاسلام باقر سیستاني هم په دغو دستورو کې شتون درلود.
وروستي راپورونه وائي چې د خداي بخښلي آیت الله صافی ګلپایګاني د جنازې دستورې د کربلا په بین الحرمیّن کې ترسره شوي او د خلکو په ویر او ماتم کې ئې خاورو ته دسپارلو لپاره دامام حسین علیه السلام د حرم په لور بدرګه کړ .
په نجف اشرف کې د امام علی په سپيڅلي حرم کې د خداي بخښلي د جنازې د دستورو یو لنډ شان ویډیوئي کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .