ایکنا خبری آژانس د الخلیج الجدید له قوله راپور راکړ ، ، په فلسطین د مقاومتي چورلیز دمبارزانو دکمیټیو مسئولانو بحرین ته د صهونیسټي غاصب رژيم د جنګ وزیر سفر په کلکه محکوم کړی او دائې د منامې د چارواکو یو سپک او ذلیل کار بللی دی .
دمقاومت کمیټیو بیګا په یوې اعلامیې کې ووئيل ، دبحرین رژيم له خوا دګانټز ترهه ګر هرکلی ، یوه اخلاقي ځوړتیا او بې ننګه چاره ده او له نیواکګرو سره داړیکو دعادی کیدا د ذلت په جبۍکې آزاده نسکوریدا شمیرل کیږي .
په دغې اعلامیې کې راغلی دي ، د ماشومانو او میرمنو له قاتل او جنایتکار څخه د بحرین د واکوالانو هرکلی ، د فلسطین د ملت په ملا د خیانت د خنجر ګوزار دی او صهیونیسټي دښمن د مظلومو فلسطینیانو لازیاتو وژلو او ددوي په ضد جنایتونو ته لمسوي .
د فلسطین دمبارزو کمیټیو د مسئولانو په اعلامیې کې راغلی دي ،له وحشي او جنایتکارو صهیونیسټي مشرانو سره لیده کاته او داړیکو عادي کول به د اسلامی امت د شعور او پوهیدا په منحرفولو کې هیڅکله هم بریالي نشي .
د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنګ وزیر بنی ګانټز پرون په یوه ناڅاپي سفر کې منامې ته لاړ او دا د صهیونیسټي رژيم د جنګ وزیر د فارس خلیج د څنډې یوه عربي هیواد ته لومړنی سفر دی .