IQNA

عراق له سورئې او ترکیې سره د خپلو پولو امنیت پیاوړی کوي

16:29 - February 06, 2022
د خبر لمبر: 3485373
تهران (ایکنا) - د عراق دګډو ځواکونو دقوماندانۍکمیټې په یوې اعلامیې کې  وئيل شوي دي ،دعراق  دعراق په شمال او سورې باندې د تریکې د هوائي حملو په دوام پسې ، خپلې لویدیځي او شمالی پولې نوره هم مضبوطوي  او امنیت به ئې لاپیاوړی کړي .

ایکناخبری آژانس  دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ترکیې پوځ د عراق په شمال او سورې باندې په هوائي حملو سره ،  ددغو هیوادونو د مختلفو چارواکو او بهیرونو غبرګونونه راپارولي دي .  له دغو مځکنیو تیریو سره  دبغداد  د  چارواکو   له سختو مخالفتونو سرهسره ، انقرې مشران  هماغه شان  دترهه ګرو د مرکزونو او مورچلو په شیشت کې د راوستو  د ادعاګانو په اساس ، په  عراق او سورئې باندې خپلو  هوائي  حملو ته دوام ورکو ي. 

  په راپور کې دا هم وئیل شوي دي ، د عراق حکومت له سورئې سره د خپلو پولو  دامنیت په تامینولو کې  دخپلو اقداماتو په باب د یوه راپور په وړاندې کولو سره وئیلی دي ،حکومتی کابینې  په ځينو ناکرارو سرحدي سیمو کې د سیمټو  دبلاکونو جوړولو ته  دمالی بودجې له بیلولو سره موافقه کړې ده .

دعراق د ګډو عملیاتو  دقوماندانۍ  دکمیشن ویندوي تورن  جنرال تحسین الخفاجي  په دې باب وئيلی دي،  د عراق او سورئې تریمنځ دپولې امنه کول پاي ته رسیدلي  او ځيني امنیتی  درزونه ئې هم  د ځواک د زیاتولو له لارې او همداراز د ځينو برجونو په جوړولو او دکیمرو په لګولو سره  څاري .

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i112040

captcha