IQNA

د امریکاله خوا هیڅ ډول جدي نوښت نه دی وړاندې شوی

16:36 - February 06, 2022
د خبر لمبر: 3485375
 تهران (ایکنا) – د ایران خارجه وزیر  عبداللهیان  ووئيل ، جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ته دبیرته ستنیدا او د بندیزونو د لغوه کولو لپاره دامریکا له خوا هیڅ  دپام وړ او جدی نوښت  نه دی وړاندې شوی .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان   په یو لړ خصوصي خبرو کې په ویانا کې د  بندیزونو د لیرې کولو په باب د خبرواترو په اړه دخبرونو په هکله  ووئیل ، د ایران  داسلامی جمهوریت لپاره دمقابل لوري عمل مهم دی  او دبندیزونو په لیرې کولو کې د امریکایانو  عملی  چلند باید په عینی او ملموسي توګه  ولیدل شي .

 د ایران خارجه وزیر  عبداللهیان  ووئيل ، جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ته دبیرته ستنیدا او د بندیزونو د لغوه کولو لپاره دامریکا له خوا هیڅ  دپام وړ او جدی نوښت  نه دی وړاندې شوی .

 دایران خارجه وزیر  په دې باب د ایران په چارو کې د امریکا د  ځانګړي استازي رابرټ مالې  دادعا په باب چې  واشنګټن د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د احیاء لپاره دتهران لپاره ځینی شرطونه ټاکلي دي ،روښانه کړه ، ایران د امریکا  له خوا هیڅ وارمخکې شرط  نه دی ترلاسه کړی   او اساسا  د  وارمخکې شرط  موضوع مطرح نه ده او  خبرې اترې د هغې موافقې  او کارپيژندنې دنظرونو په اساس چې نهائي نتیجه ئې  دیوې ښې موافقې ته رسیدا او  د ایران داسلامی جمهوریت دګټو  تامینول  وي وبرمخ ځي .

 حسین امیر عبداللهیان  په دې باب د ځينو خبرونو دخپریدا په اړه  چې د امریکا ولسمشر جوزف بایډن د ایران له غیر پوځي ایټمي فعالیتونو سره اړونده ځیني  بندیزونو معافیّت  لاسلیک کړی دی،هم ووئيل ،  هغه څه چې د ایران لپاره مهم  دي ، د هغو خبرواترو نتیجه ده چې د ویانا په خبرواترو کې تعقیبیږي او همدارازپه هغې موافقې پسې یوو،چې هلته به ترلاسه شي .

د ۲۰۲۲کال  دجنورۍ له اته ویشتمې نیټې راهسې  د ویانا  دخبرواترو نوی پړاؤ ، موافقې ته د رسیدا په موخې سره  دسیاسی فیصلې  دغوره کولو لپاره  خپلو پلازمینو ته د پلاؤ د سلامشورو په هدف سره فعلا  دریدلی دي .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i112026

captcha