IQNA

15:29 - February 09, 2022
د خبر لمبر: 3485390
تهران (ایکنا)- د نوبل جایزې ګټونکي ملاله یوسفزئد هند دسترمنو میرمنو په ملاتړ سره د دغه هیواد له حکومته وغوښتل  د حجاب لرونکو میرمنو په ضد دې  توپیر پاي ته ورسوي .

ایکناخبری اژانس د فری پرس جورنال له قوله راپور راکړ،په ۲۰۱۴کال کې د نوبل جایزه ګټونکي او میرمنو دحقوقو فعالې  ملاله یوسفزئ د هندوستان له واکوالانو وغوښتل  چې د هندوستان په کرناټک صوبې کې دې دحجاب او سکارف په خاطر دې دمسلمانو میرمنو څنډې ته کول پاي ته ورسوي .

دهندوستان په کرناټک صوبې کې په اودوپي ښار کې په PU حکومتي کالج  کې په جنورۍ کې د حجاب بحث پيل شو چې پکې هغه شپږ محصیلین  چې د درس په کلاسونو کې ئې له ستر سره ګډون کاوۀ ،وغوښتل شول  څو د پوهنتون له انګڼه دې ووځي او یا دې حجاب لیرې کړي.

 دا موضوع اوس دهند ددغې صوبې ډیرو سیمو ته غزیدلې ده او هندو ځوانانو د دحجاب په ضد دافراطي زوړ پالو  په ملاتړ سره  مظاهرې کوي.

دا موضوع همداراز د کرناټک صوبې  له پولو ورآخو   په مادیا پردیش  او پودوچري صوبو کې  هم چې د واکمن بی جې پي  ګوند سیاستوالان پرې واکمن دي ، پراخه شوې ده .. د مادیا پردیش یوه وزیر  د انضباط د رعایتولو لپاره د محصیلینو د پوښښ  د یوشان کیدا غوښتنه کړې ده .  

نوبل جایزې ګټونکي ملاله یوسفزئ ددغو بدلونونو په غبرګون کې پخپل ټویټر کې لیکلی دي ، ښونځي ته په حجاب سره د انجونو د ورتلو ممنوعیّت بوږنونکي چاره ده ،  دهندوستان واکوالان باید د مسلمانو میرمنو د ځوریدا او ګوښه کیدا مخه ونیسي .

په عین  حال کې  د کرناټک صوبې درست ښونځي او کالجونه تر راتلونکو د رو ورځو لپاره  بند شوي دي .ددغې صوبې اعلی وزیر باساواراج ایس بوماي د سولې او آرامښت د ساتلو لپاره  ددغې چټي کیدا غوښته کړې ده.

داپه داسې حال کې دي چې د هند وستان د کرناټک صوبې په دوو ښارونو کې په سلګونو هندیانو په لاسونو کې د هند دبیرغ په اوچتولو سره  د دغې صوبې په ښونځیو او پوهنتونونو کې د حجاب دممنوعیّت په فیصلې په  اعتراض کې مظاهرې هم کړي دي .

 https://iqna.ir/fa/news/4035106

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: