IQNA

د اسلامی انقلاب د بریالیتوب کلیزه مو مبارک شه

13:48 - February 10, 2022
د خبر لمبر: 3485396
تهران (ایکنا) -د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د درې څلویښتمې کلیزې په مناسبت  داسلامی انقلاب معظم لارښود ،  د ایران ملت او حکومت ته مبارکي ووئيله .

د پاکستان د ولسمشر په دغه پیغام کې راغلي دي ،  د دایران د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د صحت او سلامتیا  په دعا سره هیله ده چې د ایران  او پاکستان دوه ملتونه  او حکومتونه خپلې ورورګلویزې  او دانسان دوستۍ  اړیکې ددغه انقلاب د معنوي  ګټو په سیوري کې تل پاتې او لاپراخې کړي  او هیله مند یوو چې درست اسلامی امت  ددغه شان  ورورولۍ او   دوستۍ له اړیکو برخمن شي .

د اسلامی انقلاب د سباؤن لسیزې په شپو ورځو او د  انقلاب دبریالیتوب د کلیزې په درشل کې  دپاکستان په پيښور ،اسلام اباد ،پنډۍ ،کویټه ،کراچۍ او ځينو نورو ښارونو کې  هم د ایران په ډيپلوماټيکو مرکزونو او کلتوري خونو کې ځانګړي دستورې د  پاکستان د دیني  ، هنري اوکلتوري شخصیّتونو پشمول  دحکومتي او ولسی  اورګانونو د استازو په ګډون سره ترسره کیږي .

 پرون سه شبنې ورځې هم  په اسلام اباد کې د  اسلامی انقلاب د بریالیتوب د درې څلویښتمې کلیزې په مناسبت د ایران دا سلامی جمهوریت د لاسي صنائعو  او بریاؤ  انځوریز نندارتون د  پاکستان د تعلیم وزیر،د ایران د سفیر ،کلتوري شارډزافیئر او یو شمیر کلتوري او اجتماعي شخصیتونو په شتون سره ترسره شو .

https://www.irna.ir/news/84645701/رئیس

captcha