ایکناخبري آژانس راپور راکړ، دایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسی نن په ایران کې د دیره نورو هیوادونو له سفیرانو سره په کتنې کې ووئيل ،اسلامی انقلاب د اسلام پر لوړو ارزښتونو ،آزادي غواړو او عدالت غواړو اصولو باندې د ولس د ژور باؤر او د دوي د هوښیارې او ځيرې رهبرۍ نتیجه ده .
د اسلامی ایران ولسمشر دې ته په اشارې سره چې ډیری سلطه ګر قدرتونه ،له هغه موقعیّته د ایران د لیرې ساتلو په هڅه کې دي ، چې ایران ئې لري ،زیاته کړه .له دې سره ایران د ځاي هڅې په مټ او بډائ تاریخ ،تمدن او کلتور په درلودلو سره په سمې او نړۍ او د هر یوه دوست او شریک هیواد په سیاست کې او دغه راز له ګاونډیانو او نورو نړیوالو شریکانو سره د ګډ اقتصادي کار لپاره ځانګړی مرکز دی .
ډاکټر ابراهیم ریئسي روښانه کړه،د دیارلسم حکومت بهرنی سیاست په اساسی قانون کې د شته ؤ اصولو او ارزښتونو په اساس او هم د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود په لارښونو پاندې په تکیې سره پر درو لومړیتوبونو،یعني له ګاونډیو هیوادونو، هم تړونونو او غږمله هیوادونو سره دزیاتره تعامل ، سیمه ایزو ا و نړیوالو اورګانونو ظرفیّتونو ته په پام او د اقتصادي ډيپلوماسۍ په پراختیا ولاړ دی .
هغه ووئيل ،له درستو ګاونډیانو سره داړیکو د لوړتیا لپاره اغیزشیندونکي ګامونه پورته شوي دي او د ټرانزیټي کریډورونو او بندرونو په پیاوړتیا سره ،له ګاونډیانو سره دملګرتیا او ترقۍ لاره مو برابره کړې ده .
د ایران ولسمشر روښانه کړه ،ایران په ډيرو زیاتو ظرفیّتونو او پراخو سمندري سواحلو څخه په برخمنیدا سره په تیره بیا د ټرانزیټي،انرژۍ ،تجارت ، کرهڼې ، صنعت او ټیکنالوجۍ په ډګرونو کې د زیاتره تعامل په سیاست مشتملو ګټو او اړتیاؤ په متقابلو تامینولو لپاره له ګاونډیو ،شاوخوا او دوستو هیوادونو سره د ګټه ورو مناسباتو او د ملګرتیاؤ د نوي فضا له جوړولو او تل پاتیکولو سره دلچسپي لري .
https://iqna.ir/fa/news/4035430/همهجانبهنگری-