ایکناخبری آژانس د رای الیوم له قوله راپور راکړ،د اسرائیل هیوم په نامې سره دعبری ژبې او زوړ پالو یوې خپرونې په واشنګټن او تل ابیب کې د لوړروتبه سرچینو له قوله ایشواکړې چې به واشنګټن کې ددغه رژیم سفیرمایکل هرتزوک چې دصهیونیسټ رژيم د مشراسحاق هرتزوک ورور دی، تیره اونۍ په واشنګټن کې د ترکیې له سفیر حسن مراد مارکن سره چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان یوخپلوال دی،لیده کاته کړي دي .
دغې عبری ژبې ورځپاڼې دهماغو سرچینو له قوله زیاته کړې ده،دغه لیده کاته مینځنۍ آسیا د څلوروهیوادونو ،یعني د ترکیې،آذربایجان جمهوریت ، قزاقستان او ازبکستان له څلورو سفیرانو سره په یوې ماښامنۍ کې شوې ده .
یوې خبرې سرچینې دغې خپرونې ته وئيلی دي ، چې د ایران او روسیې زیاتیدونکی قدرت ، چې په سیمې کې د امریکا د کمزورتیا عنوان ګڼل کیږي ، ددغې نزدیکیدا یو دلیل دی .دا خپرونه مدعي شوې ده ، که څه هم دغه هیوادونه له نیواکګر رژيم سره رسمي اړیکې نه لري ، خو ددغې کتنې موخه ، ددوي ترمینځ د ملګرتیا او د دوواړخیزو یا نړیوالو غږملتیاؤ لپاره دیوه ګډ چوکاټ رامینځةکولو لپاره دلارو چارو لټول وو .
پر دې سربیره ، داسرائيلو یولسم ټيلیویژنی چینل هم د پنجشنبې په ماښام د لوړروتبه سیاسی چارواکو له قوله راپور ورکړی ، چې ترکیې ته د هرتزوک د سفر مقدمات هماغه راز روان دي،خو په عین حال کې ئې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ناڅاپي فیصلو د اسرائيلو اندیښنه ښودلې ده .
د یادولو ده چې د اسرائیلو سیاسی سرچینو تائيد کړې ده،چې د نیواکګر رژيم مشراسحاق هرتزوګ به په نزدې راتلونکي کې ترکیې ته سفر وکړي.
داپه داسې حال کې دي چې تیره میاشت د ترکیې ولسمشر اردوغان دولسمشرۍ په ماڼۍ کې له یو شمیر یهودي پادریانو سره به کتنې کې وئيلي وو ، له اسرائیلو سره داړیکو عادي کول مهم دي او د اسرائيلو او فلسطین د لانجې به باب په دوه ګوڼو څرګندونو کې وئيلي چې عادلانه سولې ته هیله مند دی .