ایکناخبری آژانس دایران پریس له قوله راپور راکړ ،د ایران د اسلامی شورا څه دپاسه دوه سوه پنځوس استازو په یوې اعلامیې کې دایران له ولسمشر ابراهیم ریئسي غوښتي دي ، چې د ایران مرکچي ټيم دې د تضمین له اخستو پرته هیڅ ډول موافقې ته ژمن نشي .
د ایران داسلامی شورا د ریسه پلاوي یوه مسئول سید محسن دهنوي نن په څرګندې ناستې کې د اسلامي ایران ته دخطاب په باب د ایران دایټمي خبرواترو په باب د پارلیمان د څه دپاسه دوه سوه پنځوسو استازو اعلامیه ولوسته .
ددغې اعلامیې په مهمو بندونو کې راغلي دي ،مرکچي ټیم دې د ضمانت له اخستو پرته هیڅ ډول موافقې ته ژمن نشي او امریکا او د جامعې نړیوالې ایټمي موافلقې بدعهده لوري دې د ایران په ضد بندیزونه لغوه کړي .
په دغې اعلامیې کې همداراز راغلي دي ، امریکا او درې اروپائي هیوادونه باید دایران ملت ته ژمنتیا ورکړي ، چې د ایټمي چارو،ترهه ګرۍ ،توغندوي او بشری حقوقوپه پلمو سره د ایران د ملت په ضد دې د آیسا،کاتسا او یو-ټرن پشمول درست بندیزونه لغوه کړي .