IQNA

په چین کې د افغانستان د ګاونډیانو غونډه جوړیږي

16:55 - February 27, 2022
د خبر لمبر: 3485475
تهران (ایکنا) -د پاکستان  خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې  چین د  افغانستان د ګاونډیو شپږو هیوادونو د دریمې غونډې کوربه معرفي کړ .

ایکناخبری آژآنس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د بهرنیو عسکرو په تبیره د امریکایانو په وسله  د افغانستان  شل کلن نیواک او ددغه هیواد په لسګونو کلونو داخلی جنګونو تقریبا درست بیخ بینائي تاسیسات نابود کدی دی ، امریکایانو  د طالبانو له ولکې سره په یووخت  له کوم پروګرامه پرته له افغانستانه پښې سپکې کړې  او  په دې وخت ئې  قدرت ته دطالبانو د رسیدا په پلمه  ددغه هیواد شتمنۍ هم کنګل کړې  چې دغې چارې د افغانانو ژوند  لاسخت او تریخ کړ .

چین ، ایران،پاکستان ،تاجیکستان ،ترکمنستان  او ازبکستان  چې درست د افغانستان ګاونډیان دي ، تر دې دمه ئې  دوه ځله په اسلام اباد او تهران کې د دغه هیواد دحالاتو په باب د بحث او خبرواترو لپاره غونډې جوړې کړي دي .

 په راپور کې وئيل شوي دي  د پاکستان خارجه وزارت پرون ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره  دافغانستان  دوروستیو حالاتو په باب د خبرواترو  او بحثونو په خاطر  د دریمې غونډې وخت او ځاي هم  اعلان کړ .  ددغې اعلامیې په اساس ، بیجینګ به د مارچ په دیرشمه نیټه  د په افغانستان کې د انساني بحران او   داقتصادي مسئلو  په چورلیز توب سره  دافغانستان  د ګاونډیانو  دوه ورځنۍ  غونډې کوربه وي .

په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،  دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي او د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف به هم په دغې ناستې کې  ګډون وکړي .ډیری شناندي او کارپوهان وائي د روسیې او اوکراین ترمینځ تریګلتیاؤ   هم د افغانستان پر اوسني وضعیّت ډيرې اغیزې شیندلی او نړیواله ټولنه دافغانستان د حالاتو په باب توجه د کمولو په حال کې ده چې د افغانانو لپاره دبوږنونکي حالاتو د رامینځةکیدا ځیری ورکوي . 

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i112788

captcha