ایکناخبری آژانس د پارسټوډې له قوله راپور راکړ د صهيونېسټ رژيم چارواکو وئيلي دي ، په تل ابيب کښې د يوکرائن سفير په يوې بيانيه کښې د روسيې په مقابل کښې له يوکرائن څخه په دفاع کښې رضاکارانه ګډون کؤنکو ته بلنه ورکړې.
د دغه رپوټ له مخې د يوکرائن د پارلېمان مشر روسلان سټافنچوک د صهيونېسټ رژيم د پارلېمان له مشر ميکي ليوي سره د صلاح مشورو په دوران کښې په نيواکي زمکو کښې د روسيې او يوکرائن د مشرانو د غونډې د جوړولو د موضوع د وړاندې کولو کوشش وکړ.
اسرائيلي رسنيو په يو رپوټ کښې وويل چې په نيواکي زمکو کښې د يوکرائن سفير يوګني کورنيچوک ويلي دي يوکرائن ته د بشردوستانه مرستو د لېږلو لپاره له تل ابيب سره خبرې اترې د ترسره کېدو په حال کښې دي