IQNA

ناټو ، درست  نړیوال امنیت له خطرې سره مخامخ کړ ی دی

16:54 - March 03, 2022
د خبر لمبر: 3485487
تهران (ایکنا)- د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد وویل د ناټو له پراخولو سره مقابله د روسیې حق دی ځکه چې ناټو تړون د نړۍ لپاره په خطر بدل شوی او د سوریې پوځ او روسیه له دغه خطر سره مخامخ دي .

ایکناخبري آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد له روسیې د سوریې په ملاتړ ټینګار وکړ او وې ویل ناټو تړون نړیوال ثبات له خطر ې سره مخ کړی او د وسله والو سیالیو د پیلیدا خطر ئې  هم رامینځته کړی چې د اټومي جنګ په شمول د پراخ جنګ د پیلیدا احتمال زیاتوي .

دغه راز شمالي کوریا هم د امریکا او د لویدیځو هیوادونو سلطه غوښتنه د اوکراین د کړکیچ اصلي علت وباله .

په ملګروملتونو کښې د شمالي  کوریا سفیر کیم سونګ امریکا په اوکراین باندې د روسیې د حملې مسووله وبلله او ټینګار یې وکړ د واشنګټن سلطه غواړی سیاست د نورو خپلواکه هیوادونو سولې او امنیت ته ګواښ کوي .

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i112962

captcha