IQNA

د ځنګلونو او ژواک چاپیریال خرابول،دملی ګټو له مینځه وړل دي

15:14 - March 06, 2022
د خبر لمبر: 3485496
تهران (ایکنا) -  حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي،د ونې لګول یو بشپړ دینی او انقلابی حرکت وبلۀ او زیاته ئې کړه،البته د ونو ساتل هم ډيرمهم کار دی چې باید رعایت شي.

د اسلامی  انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه اي نن د ورنو دکارلو د ورځې په مناسبت  د   دوو میوه دارو ونو له لګولو وروسته  دپاکو انرژیو  دپراختیا په ضرورت په ټینګار سره وفرمائیل ، دایټمي انرژۍ په څير غیر فُسیلي انرژیو پراختیا چې په دنیا کې  ورڅخه استفاده ورځ تر بلې په زیاتیدا ده ،  اود مونږ  دسیمې هیوادونه هم  په دې لور دحرکت په حال کې دي ،نو باید بادي او لمریزې یا خورشیدي  انرژۍ  هم جدي وګڼل شي .

  حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي،د ونې لګول یو بشپړ دینی او انقلابی حرکت وبلۀ او زیاته ئې کړه،البته د ونو ساتل هم ډيرمهم کار دی چې باید رعایت شي.

 دوي همداراز ژوندی بوټی ، د  انسان د دبند ساتونکی  او روح بخښونکی  او د خدادادي روزۍ او  د انساني نسل  لپاره یوه هراړخیزه سرچینه  وبلله او ټينګار ئې وکړ،  په همدې علت  د ځنګلونو د بوټو د پوښښونو او ژواک چاپيریال  له مینځه وړل ، د ملی ګټو تباه کول  دی او له بیړنیو موردونو پرته  د ساخت و ساز لپاره  د ځنګلونو د ځینو برخو  ویرانول ، په چورلټ ډول د ملت په تاوان دي .

 حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه اي ژواک چاپيریال ته د حاشیه اي  او د ښکلا  نظر په ردولو سره  دا موضوع د هیواد یوه تر ټولو اساسی موضوع وبلله او وې وئيل ،  د ژواک چاپیریال په ساتنې کې یو جدی کار ،د  ملتونو د زیرمه او لولو دوو خزانو ،یعني   د اوبو او خاورې  ساتل  او دغه راز  له دوي سره له اصرافه ډک چلندڅخه ډډه  کول  دي  چې په دې زمینې  کې مسئولان باید د  متخصصانو لارښونو ته پام وکړي .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز خلک  د ونو کښت او ساتلو ته وبلل او وې وئیل ،  ددرستو مهمو کارونو ترسره کول  ملی ملاتړ ته اړتیا لري او  د ونو لګول  هم یو هغه کار دی چې درست خلک  د وَنو په لګولو  او ساتلو او  د ښارونو په داخل او شاوخوا د باغونو اوونو  دختمولو په مخنیوی سره ،په هیواد کې د بوټو او وَنو  د پوښښ له پراخولو سره مرسته  کولی شي .

حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي همداراز د حضرت امام حسین علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت هم په مبارکۍ وئيلو سره  د هغه بزرګوار وجود د اهل تشیّع او اهل تسنن پشمول درستومسلمانو ملتونو  او دا یران دملت د عشق مرکز وبلۀ .

https://iqna.ir/fa/news/4040692/تخریب-جنگل‌ها- 

captcha