IQNA

هیڅ ډول بندیز د ایران د لوي ملت د پرمختګ خنډ نشي کیدلی

15:43 - March 10, 2022
د خبر لمبر: 3485519
تهران (ایکنا)-د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د اسلامی انقلاب  دسپاه پاسدارانو  د هوافضا ځواک د  نور -2 ډوله  سپوږمکئ  فضا ته لیږدولو ته په اشارې سره ووئیل ، هیڅ ډول بندیز او بایکاټ ، د ایران د اسلامی جمهوریت د لوي ولس  د ودې  خنډ نشي کیدلی .  

ایکناخبری اژانس د فارس له قوله راپور راکړ ،د ایران خارجه وزیرحسین امیر عبداللهیان نن پخپل  دغه پیغام کې د مځکې په پنځه سوه کلومیټرۍ مدار کې د  نور ـ2 ډوله  سپوږمکۍ ځاي په ځاي کیدا ته پ هاشارې سره   پخپل یوه ټولینز پيغام کې نن ولیکل، ددخداي تعالی په مهربانۍ ،د ایرانیو پوهانو او د سپاه پاسدارانو ځوانو متخصصانوپه هڅې سره ،   دغه ویاړمنه سپوږمکۍ د  قاصد نومې  ځاي  پلیټ فارم په وسیله  د مځکې په  مدار کې ځاي په ځاي شوه، او هیڅ ډول بایکاټونه د ایران د ستر او هوښیار ولس د ودې مخه نشي نیولی . د ایران خارجه وزیر  زیاته کړې ، په دغه جهادي تفکر سره  دګاډو د جوړونې د صنعت پشمول  په اقتصادي او صنعتي ډګرونو کې  د نړیوالې  غوړیدا ته  هم رسیدلی شو .

https://www.farsnews.ir/news/14001219000416/امیرعبدا

captcha