ایکناخبری آژانس راپور راکړ، محمد بن جاسم محمد البراک د کیوت د یوه جامع جومات امام او غوره قاری دی .
دغه خوش آواز قاري چې په خاشعانه او حماسي غږ سره تلاؤتونو مشهور دی،خپل ګریجویشن ئې د اسلامی شریعت په څانګې کې د مکې له ام القرا پوهنتونه او ډګري ئې هم له کویت پوهنتونه ترلاسه کړې ده .
البراک وروسته په اسلامی اقتصاد څانګې کې د زده کړو د دوام لپاره په دوبئ کې هریوت واټ پوهنتون heriotwattuni))ته لاړ او په اسلامی اقتصاد څانګې کې فارغ التحصیل شو .
د محمد البراک د تلاؤت ویډیوګانې دهغه له زلمیتوب وخت راهسې په سوشل میډیا کې خپریږي او په ټولنیزو چینلونو کې یوفعال قاری دی چې تلاؤتونه ئې له ځوان نسله ډير زیات پلویان لري .
د محمد البراک د قرآن کریم غوره تلاؤتونه چې په ماشومتوب کې ضبط کړي دي،هم په(وبسایت tvquran )کې آوریدلی او ډاونلوډ کولئ شئ .
محمد البراک پخپلې ترټولو وروستۍ ویډیوئي کلیپ چې د یاسین سورې تلاؤت ئې کړی دی ،ستاسو خدمت ته ئې وړاندې کوو .