IQNA

آل سعود رژيم په یوه ورځ له محکامې پرته یواتیا کسان پانسي کړل

15:44 - March 13, 2022
د خبر لمبر: 3485531
آل سعود رژيم په یوه ورځ له محکامې پرته یواتیا کسان پانسي کړل
تهران (ایکنا) –د عربستان دآل سعود رژيم  مخالفو رسندویو  په ډاګه کړی ده چی په دغو ۸۱ کسانو کې ۴۱ شیعیان دي .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د سعودی عربستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هیواد کې د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ په دوام کې  په یوه ورځ د ۸۱ کسانو د پانسي کولوخبر ورکړی چی د عربستان دغه څاروی ډوله اقدام له پراخو غندنو سره مخامخ شوې دې .

د سعودی رژيم  مخالفو رسندویو هم په ډاګه کړی  ده چی په دغو ۸۱ کسانو کې ۴۱ شیعیان دي .

په راپور کې وئيل شوي دي ،په جزیرة العرب کې د مخالفانو انجمن د دغه خبر په غبرګون کې پر دې په ټینګار سره چی دغه قتل عام  د هغو ځوانانو پرضد  شوی چی د خپلې عقیدې د څرګندولو لپاره له خپل روا حقه ئې  استفاده کړې او زنداني شوي وو، وویل محمد بن سلمان یو قاتل دې چی د بی ګناه کسانو له وژلې خوند اخلی.

د عراق د کتایب سید الشهدا عمومی منشی الولایی هم ویلی دی د ال سعودو رژیم د یوکرین په جنګ د دنیا له مشغولتیا په ناوړې استفادې سره ۸۱ کسان اعدام کړل . ده وویل د ال سعودو رژیم د ۴۱ شیعیانو په پانسي کولو سره خپله فرقه پالنه ثابته کړه .

همداراز د عراق نورو ډلو  او  ګوندونواو د یمن د اطلاع رسونې وزیر او نورو چارواکو  هم دغه اقدام په کلکه غندلې دې .

د عربستان حکومت هرکال د بیان له ازادۍ سره د مقابلې او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه ګن شمیر مخالفان پانسي کوي .

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i113360

captcha