IQNA

15:49 - March 13, 2022
د خبر لمبر: 3485532
تهران (ایکنا) - د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویاندوي وویل،باید هغه ټول بندیزونه چې د ایران د اقتصادي ګټو مخه نیسي، لیرې کړئ شي

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده  په یولړ څرګندونو کې وویل  باید هغه ټول بندیزونه چې د ایران د اقتصادي ګټو مخه نیسي، لیرې کړې شي او د تیلو، پټروکیمیکل، اوسپنې او د کنسټرکشن او کشتۍ چلونې د برخو په شمول د ایران د اقتصاد ټول خنډونه باید ختم شي

سعید خطیب زاده په مشهد کښې په یولړ دستورو کښې زیاته کړه:هرڅه چې د ایټمي موافقې او د ویانا په مذاکراتو کښې شوي دي، د ایران د خلکو د ګټو د ساتنې په لړ کښې دي.

هغه د یوکراین د جنګ په هکله هم وویل چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر د روسیې او یوکراین په جنګ کښې د ایران دریځ څرګند کړ او د بهرنیو چارو وزارت د هغوي د خبرو په پیروۍ کښې وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د جنګ مخالف دی او هغه بد او باطل ګڼي.

هغه زیاته کړه چې له څو لسیزو مخکښې راهیسې اقتصادي کلتوري او سیاسي جنګ پيل شوی و او  اوس  په پوځي جګړې بدل شوی دی چې حل لاره نه ده، باید خبرې اترې پیل شي او جنګ ختم شي او ایټمي شخړه رامینځته نه شي.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i113382

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: