تهران (ایکنا) –د قرقیزستان په ایسیک کول جهیل ې لمبو وهنې کې د نړۍ ریکارډ لرونکی ولادیسلاؤ شولیکو د اسلام پاک دین ومانۀ او مسلمان شو .

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، ولادیسلاؤ شولیکو د قرقیزستان له ایسیک کول سینه په تیریدا سره ،دغه ریکارډ پخپلې نامې ثبت کړی دی .
هغه فاصله او واټن چې ولادیسلاؤ شولیکو پکې لمبو وهلې ده ، د اولمپیک له درط زره شپږ سوه ډنډونو سره برابر دی .
په قرفیزستان کې د ایران دکلتوري خونې د راپور په اساس ، ۲۱کلن شولیکو دغه مقابله د ۲۰۲۱کال داګست په ۲۲نیټه د ماښام اوه نیمې بجې پيل کړې او له کاراکول څخه تر بالیکچي پورې ئې یو سل اتیا کلومیټر واټن په شپږو ورځو کې کچ کړی دی .
ایسیک کول جیهل یا سین په قرقیزستان هیواد کې د تیان شان غرونو په شمال کې واقع دی ، دغه سین د ترکستان سیمې او دقرقیزستان هیواد
تر ټولو مهم غرنی جهیل دی . او د نړۍ یو تر ټولو خوږ او ستر جهیل شمیرل کیږي .
https://iqna.ir/fa/news/4043035/رکورددار-شنای-جهان-م