ایکناخبری اژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،د افغانستان څه دپاسه یو میلیون انجونې د پسرلي په انتظار کې مکتبونو ته د بیرته ستنیدا لپاره هیله منې وې ، خو د طالبانو له ژمنې سره سره ، دا چاره پوره نه شوه . ښونځیو او پوهنتونونو ته د انجونو بیرته تلل او د ټول شموله حکومت جوړیدا د طالبانو له حکومته د نړیوالې ټولنې تر ټولو مهمې غوښتنې دي .
په راپور کې وئيل شوي دي ، دملګروملتو دامنیت شورا په بیګانۍ اعلامیې کې راغلي دي ،د انجونو د ښونځیو د چټي کیدا د دوام په باب د طالبانو فیصله دهغې ژمنې خلاف ورزي ده چې دغې ډلې په وروستیو میاشتو او اونیو کې ئې له نړیوالې ټولنې سره دروان تعامل د یوې برخې په توګه کړې ده .
وروستي راپورونه ښئ چې په افغانستان کې د انجونو د تعلیم په اړه د طالبانو له پرېکړې وروسته دامریکا حکومت هم بیګا اعلان کړی ، چې له طالبانو سره د په دوحې کې له کړئ شوي تړونه وځي .
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس بیګا رسندیو ته وئيلي دي ، د افغانستان د نجونو د زدهکړو په برخې کې د طالبانو پرېکړه ډېره زیاته خواشینوونکې ده او تر هر څه مخکې د افغانستان له خلکو او همداراز له نړیوالې ټولنې سره د دوی له ژمنو په څرګنده شاتګ دی .
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو مرستو د ترلاسه کولو او د بانکي زېرمو د ازادولو په چارو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/01/06/2687018/آمریکا