ایکناخبری آژانس راپور راکړ،په لبنان کې د دینونو اوکلتورونو د خبرواترو د مرکز مشر حجةالاسلام سیدعلی السیّد قاسم په یولړ دستورو کې په واتیکان کې د شیعیانو دټولنې دنمایندګۍ او د مسیحي اسلامی پاپل نړیوال کمیشن (International Papal Christian Commission) کې دغړیتوب رسمي حکم ترلاسه کړ.دغه دستورې د کاتولیکانو د رهبر پاپ فرانسیس د نماینده منوسینو ر جوزف اسپیټري ، په لبنان کې دپاپ د سفیر او د واتیکان او لبنان د یوشمیر رسمي شخصیّتونو او متفکرانو په شتون سره ترسره شوې .
په لبنان کې د دینونو او کلتورونود خبرواترو مرکز د یوه پیغام په صادرولو سره په دغو دستورو کې د د ګډون کونکو چې نامې ئې اخستي دي ، قدرونه او ستاینه کړې ده .