ایکناخبری اژانس د صوت القدس ریډیو له قوله راپور راکړ ،له پرون راهسې د صهونیسټ میشته ښارګوټو کابو دوه نیم سوه صهونیسټي اوسیدونکي په غیرقانوني توګه الاقصی جومات ته وارد شوي او هلته په ګرځيدو راګرځيدو سره د تلمودي آداب په ترسره کولو بوخت شوی دي .
په دغو صهیونیسټانو کې د توراتی دینی موسیسو محصیلین هم ترسترګو کیږي .
په راپور کې وئيل شوي دي د فلسطین دعالمانو د ټولنې مشر نسیم یاسین په غزې کې د فلسطین د اصولو نومې کنفرانس کې پخپلې وینا کې ټينګار وکړ، د امت عالمان د نیواکګر رژيم په وړاندې چې الاقصی جومات ئې په نښه کړی دی ،دریدلي دي .
له بل پلوه په غزې کې د حج او عمرې د چارود دفترونو د ټولنې مشر عوض ابومذکور وئيلی د ي، چې په غزې کې د اوقافو وزارت دحج او عمرې دچارو دفترونو ته اطلاع ورکړې ده ، چې د مارچ له دیرشمې نیټې وروسته عمرې ته څوک نه لیږدول کیږي .
هغه دې ته په اشارې سره چې تر دې دمه ددغې فیصلې د صادریدا دلیل نه دی اعلان شوی ووئيل،هغه کسان دعمرې لپآره ئې د وري دمیاشتې اته ویشتمه اونهه ویشتمه نیټه ټاکل شوې وه ،پخپل سفر تللی شي .
د غزې د عمره کونکو لومړنۍ ډله د کرونائي محدودیّتونو له امله له دوو کلونو وروسته د مارچ په څوارلسمه نیټه د فتح له سترې لارې او یا د مصري الوتکو په وسیله دوحي ټاتوبي ته تللي ده .