ایکناخبری آژانس د ولسمشرۍ د ماڼۍ له قوله راپور راکړ ، د اسلامی ایران ولسمشر هیله ښودلې ددغې پاکې او عظمته دډکې میاشتې په برکت ، رحمت او مغفرت او همدناراز د اسلامی هیوادونو د رهبرانو ،متفکرانو او پوهانو په زیار او هڅو سره او د مسلمانو ملتونو ترمینځ په زیاتیدونکي پیوستون او یوزړتوب باندې په ټینګار سره ، د اسلامی امت د لازیات یووالي او اتحاد د پياوړتیا په تیره بیا د تکفیری ترهه ګرۍ پشمول د درز او تفرقه اچونکو په ضد په یوموټي کیدا لپاره اغیزشیندونکي ګامونه پورته شي او په درستې نړۍ په تیره بیا په فلسطین کې د سولې او امنتی د ټينګیدا او د بې عدالتۍ او ظلم د تغر د ټولیدا شاهدان ووسو .
راپورونه ښئ د اسلامی هیوادونو زیاترو هیوادونو پرون شنبې ورځ او د ایران پشمول ځینو نورو هیوادونو هم نن د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړې ده .
د ایکناخبری آژانس درست کارکونکي هم په دې مناسبت درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .