ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان ولسمشرعارف علوي د وزیراعظم له وړاندیز سره موافقه وکړه او د ولسی جرګې یا قومي اسمبلۍ د ماتیدو حکم ئې صادر کړ او په راتلونکو درو میاشتو کښې ئې د بیا عامو انتخاباتو د ترسره کیدا امر وکړ.
د عمران خان د مخالفو سیاسي ګوندونو یا د اپوزیشن مشران، لومړی وزیر یو امنیتي خطر ګڼي. دغو کسانو وزیراعظم عمران خان په نړۍ کښې د پاکستان د یوازې پاتې کیدو عامل بللی دی او د هغه حکومت ماته خوړلې ګڼي.
خو له بلې خوا د پاکستان وزیراعظم پرون د خپل حکومت د نسکورولو لپاره د یوې بهرنۍ دسیسي خبر ورکړ او ویې ویل چې د ده د څنګته کولو اقدام، د امریکې په ملاتړ سره په پاکستان کښې د حکومت د بدلولو لپاره هڅه ده.