IQNA

د فلسطین په لویدیځي پټۍ کې په روژماتي کې د مسیحیانو اوڅاره شتون

17:57 - April 11, 2022
د خبر لمبر: 3485665
تهران(ایکنا) – د فلسطین د بیت لحم په لویدیځي غاړې کې په لسګونو مسیحیان  د روژې په مبارکې میاشتې کې د اړمنو لپاره د روژماتي په برابرولو او د ښار دواټونو په ښکلولو کې له مسلمانانو سره ملګرتیا کوي .

 ایکناخبری آژانس د عرب نیوز له قوله راپور راکړ، په بیت الحم لویدیځي غاړې کې له روژماتي مخکې د  خرما او اوبو ویشلو، د واټونو  او بازارانو په ښکلولو کې مرسته هغه فعیتونه دي ، چې په بیت لحم،رام الله ،نابلس او ځينو نورو ښآرونو کې  ئې دغه مسیحیان ترسره کوي .

یو ۴۱کلن مسیحي خلیل په نابلس ښار کې په هغه چوک کې چې مسلمانان، مسیحیان  او سامریان د یوه بل تر څنګ ژوند کوي،خرما  او اوبه پر پلي تلونکو  کې ویشي،هغه وائي دیوه مسیحي په توګه احساس کوي،چې یوداسې عجیبه کار کوي ، چې په روژتیانو کې  اوبه او خرما ویشم ، زه نه غواړم ، د مسیحیانو، مسلمانانو او سامریانوترمینځ کوم فرق وکړم ،مونږ ټول فلسطینیان یوو. په ۲۰۱۳کال کې مو له یو شمیر دوستانو سره د ځوانانو یوه ډله جوړه کړه ،چې  د نابلس ټور مو ونوموه ،مونږ یو شمیر کیمره مینان او عکس اخستونکي یوو ، په نابلس ښآر کې ګرځو  او عکسونه اخلو، د اسلام دپيغمبر(ص)د نیکمرغه میلاد په ورځ میټایانې ویشو او د روژې دمبارکې میاشتې په درشل کې  او دغه راز د اختر د په شپو ورځو کې هم سړکونهخ ښکلي کوو. او اوس هم په روژتیانو کې خرما او اوبه ویشو، چې یو ډير په زړه پورې آرامښت راپه برخه کوي ،نو ټولوته بلنه ورکوو ،چې راځۍ سره یوشو او د فلسطین د آبادولو او رغولو لپاره سره یوځا ي کار وکړو او دسیسې شنډې کړو.

https://iqna.ir/fa/news/4048352/%D9%85%  

captcha