د ایکنا د راپور له مخې،چې د نون خبري اژانس په حواله ئې خپور کړی ،راغلی دي، د عراق د پوهنې وزارت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پوهنې وزیر عبدالکریم عبطان الجبوري د دې سترې لاسته راوړنې ستاینه وکړه او دا یې د عراقي زدهکوونکو د ارادې، نظم او د وخت د اغېزشیندونکې ګټې اخیستنې یوه روښانه بېلګه وبلله.
الجبوري ټینګار وکړ چې د هېواد تعلیمي نظام پر هغو زدهکوونکو ویاړي چې د علم زدهکړه له اصیل اسلامي او اخلاقي ارزښتونو سره یوځای کوي.
زینب د عراق د «خدیجه»نومې د نجونو لېسې زدهکوونکې ده. هغې د ښوونځي له ټولګیو څخه د ځانګړې رخصتۍ او د حفظ د کوټلي پروګرام په مرسته وتوانېده چې یوازې په ۴۳ شپو ورځو کې د قرآن کریم بشپړ حفظ ترسره کړي، او له همدې امله وستایل شوه.
د پوهنې وزارت د رسنیو دفتر ویلي چې د نینوا د پوهنې د ادارې عمومی مشر محمد ابراهیم عبودي نوموړې زدهکوونکې وستایله او د دې بریا په مناسبت ئې هغې ته نغدي جایزه ورکړه.
همدارنګه د نینوا د پوهنې ادارې د «خدیجه» نجونو لېسې ته هم د غوره زدهکوونکو د روزنې په برخې کې د هغې د رول د ستاینې په موخه د تقدیر سند ورکړ
https://iqna.ir/fa/news/4368141