IQNA

د حسینی اربعین مراسمو په امریکايي اسوشیټډ پرېس رسنۍ کې پراخ انعکاس درلودلی

13:34 - August 06, 2026
د خبر لمبر: 3493143
حسینی اربعین او ایران و کربلا
ایکنا- په کربلا معلی کې د حسینی اربعین میلیوني مراسم او د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د اربعین لمانځنه د امریکا د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس له  له پراخ انعکاس او پوښښ  سره مخ شوې ده.

د ایکنا د راپور له مخې، اسوشیټډ پرېس لیکلي چې د سه ‌شنبې په ورځ، د زمري په ۱۳مه، میلیونونو  مسلمانانو د عراق په سپېڅلي ښار کربلا کې د حسینی اربعین کلني زیارت کې ګډون وکړ.

د کربلا والي نصیف جاسم الخطابي ویلي، د دغه زیارت پر مهال له ۲۲ میلیونو څخه ډېرو کسانو په دغو دستورو کې ګډون کړی  دی. په دغو ګډون کونکو کې کابو  ۵ میلیونه بهرني زیارتوال  او همدارنګه د عراق له بېلابېلو سیمو څخه راغلي عراقي زائران شامل دي.

اسوشیټډ پرېس لیکلي چې دا مراسم د نړۍ له تر ټولو سترو کلنیو دیني  غونډو څخه ګڼل کېږي.

دغې امریکايي رسنۍ زیاته کړې چې د دغو مراسمو له مهمو بهرنیو چارواکو څخه یو هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي و، چې د دوشنبې په ورځ نجف ښار ته ورسېد او وروسته د زیارت لپاره کربلا ته ولاړ.

په راپور کې راغلي چې د تېرو کلونو په څېر، سږ کال هم ګڼ شمېر ایرانيو زائرانو په دغو مراسمو کې ګډون کړی و. همدارنګه، د عراق له بېلابېلو سیمو څخه د کربلا پر لور غځېدلو لارو کې ولسي موکبونه جوړ شوي وو چې زائرانو ته ئې خواړه، اوبه، طبي خدمتونه او نورې اسانتیاوې برابرولې.

د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، په ایران کې هم هغو کسانو چې کربلا ته ئې د سفر امکان نه درلود، د اربعین ځانګړي مراسم ترسره کړل. و د تهران پښمول په زیاترو ښارونو کې ئې پلی میلیوني لاریون  کې برخه واخسته ،په تهران کې هم د امام حسین چوک څخه تر شاه عبدالعظم حرم پورې  پلی میلیوني لاریون ترسره شو .

دغې امریکائي  رسنۍ همدارنګه لیکلي چې د ایران په پلازمېنه تهران کې تور جامې اغوستو ماتم کوونکو په نږدې ۲۰ کیلومتره اوږده لاره لاریون وکړ.

د راپور له مخې، ګډونوالو د امریکا او صهیونیستي رژیم په بریدونو کې د «د اسلامی انقلاب د شهید رهبر» آیت‌الله سید علي خامنه‌يي د شهادت په غبرګون کې سخت شعارونه ورکړل او ځینو معترضانو د امریکا او صهیونیستي رژیم بیرغونه تر پښو لاندې کړل.

https://iqna.ir/fa/news/4368153

captcha