د ایکنا د راپور له مخې، چې د فلسطین د اطلاعاتو مرکز په حواله خپور شوی راغلي دي، په دغې اعلامیې کې ټینګار شوی چې د شهیدانو د جنازې صحنو د صهیونیستي رژیم د بېساري جنایتونو رښتینی انځور وړاندې کړی دی.
کمېټو زیاته کړه چې د شهیدانو د جسدونو د دومره اوږدې مودې لپاره تر کنډوالو لاندې پاتې کېدل او د هغوی د راایستلو قصدي مخنیوی، د صهیونیستي رژیم او د هغه د ملاتړو د تورې دوسیې یو بل خونړی باب دی؛داسې دوسیه چې د ماشومانو، ښځو او سپینږیرو په وینو ککړه شوې ده.
دغه غورځنګ ټینګار وکړ چې صهیونیستي رژیم د بشریت پر ضد د تر ټولو وحشتناکو جنایتونو له ترسره کولو هېڅ ډول ډډه نه کوي، او دا هر څه د نړیوالې ټولنې د شرموونکي چوپتیا او د نړیوالو بنسټونو د څرګندې بېوسۍ تر سیوري لاندې ترسره کېږي؛ بنسټونه چې نه دي توانېدلي وژنې ودروي او نه ئې هم عاملین محاکمه کړي.
کمېټو زیاته کړه چې دغه چوپتیا او بېعملي، د فلسطین د ملت پر ضد د نسلوژنې د دوام لپاره سیاسي او اخلاقي پوښښ برابر کړی دی.
د غزې خلکو د سېشنبې په ورځ، د زمري په ۱۳مه، د ابوشریعه او الحساینه کورنیو د ۱۱۲ شهیدانو جنازې په یو لړ سترو مراسمو کې بدرګه کړې؛ داسې مراسم چې په فلسطین کې د تر ټولو لویې ډلهییزې جنازې په توګه یاد شوي دي.
د دغو شهیدانو جسدونه د هغې هستوګنیزې ودانۍ له کنډوالو راویستل شوي چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۲۲ د صهیونیستي رژیم په بمبارۍ کې ویجاړه شوې وه. په دغه برید کې ۳۰۸ فلسطینیان شهیدان شوي وو.
د یو شمېر قربانیانو جسدونه لا هم تر کنډوالو لاندې پاتې دي او د ځینو نورو د سختو بمباریو له امله هېڅ نښه نه ده پاتې شوې.
دا پېښه د غزې تړانګې د بمبارۍ له امله د رامنځته شویو تر ټولو دردناکو ډلهییزو وژنو څخه یوه بلل کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4368121