IQNA

د قرآن په خوږلښت سره د انګریزې زده کړې لپاره طلائي تخفیف ورکړل شو

17:08 - April 18, 2022
د خبر لمبر: 3485696
تهران(ایکنا) – ائمةالهدی(عَ)نړیوالې موسیسې مسئول د تهران په مصلی کې د قرآن کریم د نهه ویشتم نړیوال نندارتون کې په شتون سره ، د قرآن کریم په خوږلښت سره د انګریزي ژبې د زده کړې په باب د  طلائي تخفیف خبر ورکړی دی .

د ائمةالهدی(ع) نړیوالې موسیسې مسئول د قرآن کریم د نهه ویشتم نړیوال نندارتون  په ډیجیټل خپرونکي سټال  کې ایکناخبری آژانس ته ووئیل ،د نندارتون په دغه پړاؤ کې د قرآن کریم له یادونې سره د ګروهمنو او دلچسپي لرونکو لپاره  د قرآن په خوږلښت سره د انګریزي ژبې د زده کونې په اړه د طلائی تخفیف او ډسکاؤنټ پلان  وړاندې کړی او دغه تخفیف تر پنځه اتیا فیصدو پورې دی .

رادمرد روښانه کړه ،په دغه پلان کې ګرامیټیکل بیلګو کارول،د مطلب د درک کونې له تخنیکونو سره بلدتیا،د زرو کارونکو ټکو زده کول او د مقدماتي ګرایمر وارمخکې فایلونه شامل دي  چې د زمر سورې په چوکاټ کې د زده کونې په ۷۵ فایلونو کې  وړاندې شوي دي .

ائمةالهدی(عَ)نړیوالې موسیسې مسئول همداراز ووئيل، دلچسپي  لرونکي  Wboard.ir په نامې سره  د وایټ برد ښونکي ډلې سایټ ته په مراجعه کولو سره په ډاونلوډ کونې په خپل فلش کې په اچولو سره دغه پیکیج په خاص تخفیف سره اخستلی شي .

حسین رادمرد په دوام کې د موسیسې نورو پلانونو ته په اشارې سره یادونه وکړه ودغه موسیسې د اسلام پلاس islamplus.net     نومې سایټ په پلانونې سره  په نړیوال ډګر کې د قرآن او اهل بیت علیهم السلام د نوراني معارفو ښکلاوې  وړاندې کړي او تر دې دمه ئې په دې لړ کې اوه زره حدیثونه ترجمه کړي او په سایټ کې ئې  اپلوډ کړي دي . هغه زیاته کړې ده ، په فارسي ،عربي  او انګریزي ژبو  سره د ؛حدیث آف لایف ؛نومې پلان هم لرو، چې ټاکل شوې ده ، اپلیکیشن ئې په دغه نندارتونو کې  افتتاح شي . هغه حدیثونه چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله خامنه اي د فقې په درس خارج کې  د اسلامی ژوند د سټایل په موضوع سره  وړاندې کړي دي  په دغه پلان کې په ښکلا سره ځاي کړائ شوي دي .

https://iqna.ir/fa/news/4050252/

captcha