IQNA

آیا د دوه ملييارډ مسلمانانوګستاخانه توهين بشري حقوقو ته سپکاوی نه دي؟

17:35 - April 18, 2022
د خبر لمبر: 3485697
تهران (ایکنا) -د ايران د حکومت وياند د سوئيډن د پوليسو په سرکاري ملاتړ سره د روژې په مبارکه مياشت کښې د دوه مليارډ مسلمانانو ګستاخانه توهين نفرت خپرونه او د بشر د معنوي ژوند په خلاف يو اقدام وبلۀ.

ایکناخبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپرراکړ د ايران د حکومت وياند علي بهادري جهرمي نن سهار په يو ټوئيټ کښې وليکل:په لويديځ کښې د مذهب آزادۍ  خپل ځای د آسماني دينونو توهين او سپکاوي ته ورکړی او د بيان آزادي هم د افراط ګرائۍ او نسل پرستۍ د دودولو لپاره يوه وسيله ګرځېدلې ده.

د ايران د حکومت وياند زياته کړه، د سوئيډن د پوليسو په سرکاري ملاتړ او د روژې په مبارکه  مياشت کښې د دوه ميليارډ مسلمانانو ګستاخانه توهين بشري حقوق نه بلکه نفرت خپرونه او د بشر د معنوي ژوند په خلاف اقدام دے.

ټي آر ټي ورلډ ټي وي چېنل په دې وروستيو کښې داسې تصويرونه خپارۀ کړل چې پکښې په سوئيډن کښې يو کس د قرآن مجيدپه توهين کولو سره  دغه مقدس کتاب ته اوور اچوي .

دغه کس په ډنمارک کښې د تندلاري ښي پال ګوند مشر راسموس پالو ؤ چې د سوئيډن په يوه سيمه کښې يې د قرآن مجيد د سوزولو اقدام وکړ.

دغه اقدام په سوئيډن او يو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کښې د احتجاجونو سبب شو.

په سوئيډن کښې د وروستيو څو ورځو له پېښو وروسته پرون په تهران کښې د دغه هېواد شارډزفئر د ايران خارجه وزارت ته حاضر کړی شو او ورته د بيان د ازادۍ په بهانه د سوئيډن د پوليسو تر ملاتړ لاندې د نوموړي کس لخوا په دغه ګستاخانه اقدام سخت احتجاج وړاندې کړې شو.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i114888

captcha