IQNA

اسلامی هیوادونه دې په سویډ کې د قرآن د سپکاوي کونکو سزاکول په جدي توګه تعیب کړي

12:16 - April 19, 2022
د خبر لمبر: 3485701
تهران(ایکنا) – د یمن دانصار الله ولی غورځنګ ویندوي او د ګوندونو مشرانو په یوې اعلامیې کې ووئیل اسلامی هیوادونه دې په جدي توګه د سویډ له حکومته وغواړي،په دغه هیواد کې دې د قرآن کریم سپکاوي کونکي توکمپال عامل وپلټي او سزا دې ورکړي .

ایکناخبری آژانس د المسیره له قوله راپور ورکړ ، د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ ویندوي محمد عبدالسلام په سویډ کې د توکمپالو په وسیل د قرآن کریم د نسخو د سوځولو جنایت په کلکه محکوم کړ .

عبدالسلام بیګاپخپل ټولنیز پیغام کې د سویډ پر حکومت غږ کړی ، څو ددغه  شان غیر عادي چلندونو مخنیوی دې وکړي  او ددغه سپيرجنات عاملان دې سزا کړي .

عبدالسلام تینګار کړی ، چې اسلامی هیوادونه دې د سویډ حکومت ته پریکنده پیغام ولیږي څو لازم اقدامات دې ترسره کړي .

د یمن دی شمیرګوندونو مشرانو په یوې ګډې غونډې کې  هم په سویډ کې د افراط پالو او توکمپالو په وسیله د قرآن کریم د نسخو،د خداوندمتعال پر کتاب یو خطرناک تیری او د مسلمانانو د ډير سپکاوي په توګه محکوم کړي او وئيلي ئې دي ، د اروپا په ځينو هیوادونو کې په ځينو نامو سره  ددغه شان سپيرو کارونو په اجازت ورکولو سره خطرناکو  چارو ته مخه کړې ده چې په کلکه د غندنې وړ دي .

دغو ګوندونونن په یوې ګډې اعلامیې کې ټينګار کړی،دغه شان شرمیدلي چلندونه داسلامی او عربو ملونو په سویه نه انکاریدونکو پراخو  اقداماتو ته  اړتیا لري څو ټینګار وکړي ، چې د قرآن کریم تر شا یو داسې امت دی چې ورته پابند وي  او دی او ددي له کړچار او احکامو پیروي کوي او قرآن کریم  ددې لپاره د ژوند یو موټی کړن لاره ده .

په دغې اعلامیې کې  د سویډ له حکومته غوښتل شوي دي ، چې دغه افراط پال دې وپلټي  او دهغه اقدام په خاطر دې چې د مسلمانانو د ترټولو مقدس کتاب د سپکاوي سبب شوی ،  سزا ورکړي  او ددغه شان شرمیدلو او سپکو اقداماتو د نه تکراریدا لپاره دې جدي اقدامات وکړي.

د ډنمارک د مهاجرت ضد زوړپال ګوند مر راسموس پالودن دتیرې پنجشنبې په ورځې د پولیسو په ملګرتا سره د سیډ به لینکو پیګ جنوب کې په یوې پرانیستي فضا کې د مسلمانانو سپيڅلي آسماني کتاب پر مځکه کیښودلی  او د خلکو اعتراضونو ته له پام پرته ئې  ورته اور اچولی دی ، چې دغه سپير اقدام په سویډ او نړۍ کې د مسلمانانو سخته غوسه اوکرکه راپورته کړې ده .

https://iqna.ir/fa/news/4050682/

captcha