ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د پاکستان لومړزی وزیر شهباز شریف د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د مبارکۍ د پيغام په منننې سره د دواړو دوست ، مسلمان او ګاونډیو هیوادونو ترمنیځ د مناسباتو په لاپياوړتیا او دملګرتیاؤ په زیاتولو سره هیله وښودله او د ایران ولسمشر ته ئې اسلام اباد ته د رسمي سفر بلنه ورکړه .
د یادونې وړ ده چې د ایران اسلامی جمهوریت او د پاکستان اسلامی جمهوریت د ډیرو دیني ،کلتوري ، اجتماعي او تاریخي مشترکاتو لرونکي دوه ګاونډي هیوادونه دي او په مختلفو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنیځ ښه او پراخ مناسبات دي چې ددغو چارو په پراختیا سره دغ اړیکې دنورو هیوادونو لپاره هم یو ښه مثال کیدلی شي .