تهران (ایکنا)- د عطرالکلام په نامې سره دعربستان د قرآن د قرائت دنړیوالو سیالیو لومړنی پړاؤ د نهائي مرحلې په ترسره کیدا سره پاي ته ورسیدې او په دغو سیالیو کې د ایران تکړه او غوره قاری سید جاسم موسوي هم د تلاؤت په سیالیو کې څلورم مقام وګټه .

ایکناخبری آژانس راپو راکړ،د ایران د خوزستان اوسیدونکی قاری سید جاسم موسوي ،د عربستان د عطرالکلام نومې د آذان او قرآن د نړیوالو سیالیو د لومړي پړاؤ په نهائي مرحلې کې په څلورم لمبر شو.
همداراز د مراکش یوسف مصطفی غربی لومړی لمبر ، د انګلستان محمد ایوب عاصف دوهم لمبر او د بحرین محمد مجاهد د تلاؤت په برخې کې دریم لمبر شو .
د آذان په برخې کې هم د ترکیې محسن کارا او البجان جلیک هر دواړو لومړی او دوهم مقام وګاټه . او دعربستان عبدالرحمن بن عادل او انس الرحیلي په ترتیب سره دریم او څلور لمبر شول .
سید جاسم موسوي د ټيلیویژني سیالیو په دغه پړاؤ کې چې دعربستان په جده ښار کې ترسره شوې ،د څلورم مقام په ترلاسه کولو سره نیم میلیون سعودي ریال جایزه وګټله.