IQNA

په افغانستان کښې د قدس نړیوالې ورځې د نمانځنې لپاره چمتووالی روان دے

10:01 - April 26, 2022
د خبر لمبر: 3485723
تهران (ایکنا) -د افغانستان په ختيځو ولايتونو په خاصه توګه جلال اباد ، مهترلام او اسد اباد ښارونوکې د تبلیغاتي بورډونو په نصبولو سره د قدس د نړیوالې ورځې د ښې او پر جوشه نمانځنې لپاره چمتووالی روان دے

محمد نعیم کشاف وایي په پام کښې ده چې د مهترلام او اسداباد په ښارونوکښې په هغو جوماتونوکې چې د جمعې نمونځ ادا کیږي د خطبې په مهال د فلسطینیانو د ملاتړ او دغه رنګ د اسرایلو د غاصب رژیم د غندني لپاره وېناګانې او  ډله ایزې دعاګانې وشي او همدارنګه له نمانځه وروسته به سوله ییز لاریونونه هم ترسره شي. محمد نعیم کشاف وایي په جلال اباد کې به هم د مظلومو فلسطینیانو په ملاتړکې لاریون ترسره او دغه رنګ  به دروژه ماتي لپاره به د دینی عالمانو و قومي مخورواو اهل خبره شخصیتونو به ګډون یوه ستره غونډه جوړه او وینا وال به دفلسطینی مسلمانانو له برحقې داعیی نه دملاتړ او داسرایلو د صهیونیست او ظالم رژیم دغندنې لپاره به ویناوی وکړي. د ايران د اسلامي انقلاب د ارواښاد ستر رهبر امام خمېني (رح) په فرمان د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه هر کال په زیاتو اسلامي هیوادونوکې د قدس نړيواله ورځ نمانځل کیږي او په دې مناسبت  د سوله ییزو لاریونونو په ترسره کولو سره له فلسطینی مسلمانانو څخه ملاتړ او داسرایلو دظلمونواوتیریو غندنه کیږي

https://parstoday.com

captcha