IQNA

کوچنی اختر د نړۍ د مسلمانانو د وحدت بیلګه دی

14:32 - May 01, 2022
د خبر لمبر: 3485738
تهران ( ایکنا) کوچنی اختر د نړۍ د مسلمانانو د وحدت بیلګه او د ټولنیزو پیوندونو د پیاوړي کولو عامل دی .

کوچنی اختر د انسانیت د دښمانانو په وړاندې د دریدا لپاره د مسلمانانو د وحدت ، ورورګلوۍ او د اخوت د یادونې او په ټولې نړۍ کښې د عدالت او د یو زړه توب د بیرغ د رپولو ورځ ده .

د اسلامي معارفو او د فقې زده کونکی او په ایران کښې د اهل سنتو یوه (۱)عالم شیخ عبدالله دریايي له ایکنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د نیکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ په ترڅ کښې د دغه ورځې د فلسفې په هکله یوشمیر مطالب بیان کړل .

اوس د دغو مطالبو لوستلو ته پام وکړئ :

روژه د خدای میاشت ده او همدا اوس خپله سا د هغه څه لپاره چې زمونږ ، ټولنې ، انسانانو او ګیر چاپیر خلکو لپاره ګټور ووسي تربیت کوو ستر خدمت دی او د روژې هدف هم له دې پرته بل څه نه دی .

یا أَیُّهَا الَّذینَ آمَنُوا کُتِبَ عَلَیْکُمُ الصِّیامُ کَما کُتِبَ عَلَی الَّذینَ مِنْ قَبْلِکُمْ لَعَلَّکُمْ تَتَّقُونَ (آیه ۱۸۳ سوره بقره)

ژباړه : ای د ایمان خاوندانو پر تاسو روژه واجب شوه څرنګه چې په مخکې امتونو فرض شوي وه او دغه حکم د دې لپاره دی چې تاسو پاک او پرهیزګاره شئ » .

د کوچني اختر اهمیت :

د کوچني اختر د ورځې فضلیت دوه(۲) اړخونه لري لومړی(۱) دا چې د نړۍ پنځونکي او پروردیګار دغه ورځ مونږ ته د اختر په توګه ډالۍ کړي ده چې له مونږ سره د هغه د مینې نښه ده .

د کوچني اختر دوهم(۲) اهمیت دا دی چې د ټولنیزو پیوندونو د پیاوړتیا ، له زړونو د کینې او د نفرت ختمیدا ، د ایماني او د انساني ورورګلوۍ یادونه ، او زه په ما باندې د بدلیدا سبب ګرځي او په دغه ورځ غږ کوو چې إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ » په پریکنده توګه مومنان د یوبل وروڼه دي (حجرات /۱۰)

د کوچني اختر ځانګړتیاوي :-

دغه اختر د اسلام یو (۱)شعار دی او د اسلامي شعارونو احترام او درنښت کول د زړه د تقوا نښه ده .

ذَٰلِكَ وَمَنْ يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوبِ(حج /۳۲) (د حج مناسک په دې ډول دي )او هرڅوک چې د الهي شعارونو درنښت کوي دغه کار د زړونو د تقوا نښه ده .

کوچنی اختر هم د دغه ستر اختر یو(۱) شعار او د نړۍ د مسلمانانو د وحدت بیلګه دی .

په دغه ورځ د نړۍ ټول مسلمانان په بیلابیلو مذهبونو سره په خاکسارۍ سره د یوه معبود (خدای ) په وړاندې د شکر سجده کوي او له بدو نفساني خواهشاتو سره د مبارزې او د روژې د کلاس له یوه میاشت تمرین وروسته په نا بیان وړ روحیې سره د اسلام سترتوب نندرې ته وړاندې کوي .

(شیخ عبدالله دریايي د اسلامي معارفو او د فقې زده کونکی دی او د اهل سنتو عالم دی .

هغه د ایران په جنوب کښې په قشم ښار کښې د د سلطان ا لعلما د دیني مدرسې معلم دی .)

3901100

captcha