IQNA

بیوزلي د افغان ماشومانو ژوند ګواښي

15:44 - May 06, 2022
د خبر لمبر: 3485754
تهران ( ایکنا) بیوزلي او د طبي او درملیزو امکاناتو نشتوالی په افغانستان کښې په تیلیسیمیا ناروغۍ د اخته ماشومانو د مړینې لامل ګرځي

 د بلخ ولایت د روغتیا او درملنې د ادارې مشر نجیب ا... توانا نن وویل: یوازې په تیر یو کال کښې په دې ولایت کښې لس ماشومان د ویني د کمي په ناروغۍ یعني تیلیسیمیا باندې د اخته کیدو له امله مړه شوي دي.

دغه افغانستاني ډاګټر د تیلیسیمیا د درملنې لپاره د هډوکي د پیوند لګښت ډیر زیات وباله او ویې ویل چې د هیواد روغتیا وزارت په تیلیسیمیا د اخته ناروغانو د درملنې د لګښت د پوره کولو توان نه لري.

هغه د وینې ورکول، د وینې له کمي سره د مخامخ ناروغانو لنډمهاله درملنه وبلله او ویې ویل چې له بده مرغه په تیر یو کال کښې مو د بیوزلۍ په وجه لس ماشومان له لاسه ورکړي دي.

د ویلو ده چې د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش له طالبانو سره د مخالفت په پلمه د افغانستان د مرکزي بانک د لس میلیارډه ډالره شتمنۍ د توقیف کولو په هکله د امریکې د فیصلې له اعلانیدو وروسته، په افغانستان کښې د لوږې، ناروغۍ، او درملو د کمي او له امله یې د افغانانو لپاره د مرګ خطر ته په اشارې سره، دغه هیواد ته د پيسو لیږل ډیر ضروري او حیاتي بللي و خو امریکې د افغانستان د خلکو پيسې لاهم نه دي ستنې کړې.

https://parstoday.com/ps

بچوې: افغانستان
captcha