IQNA

په الاقصی جومات باندې د صهیونیستانو بریدشوی

16:59 - May 09, 2022
د خبر لمبر: 3485780
تهران ( ایکنا)صهیونیستي ځواکونه د خپلو جنایاتو په دوام کې یو ځلي بیا په الاقصی جومات باندې په برید کې ۱۰ تنه فلسطیني لمونځ کوونکي یې له ځان سره بېولي دي.

په الاقصی جومات باندې د صهیونیستانو بریدشوید صهیونیستي رژیم ځواکونه هره ورځ په چټي پلمو سره، د اردن د سیند په لوېدیځي غاړي او د الاقصی په جومات باندې برید کوي او فلسطینیانو ته مرګژوبله اړوي او یا یې هم نیسي او بندیان کوي.

د شهاب د خبري اژانس له راپور سره سم، د صهیونیستي رژیم ځواکونه همدارنګه په جنین کې د ارمانې په کلي باندې په برید کې له کوم دلیل پرته ۴ فلسطیني ځوانان نیولي او له ځان سره بیولي دي.

همدارنګه د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې هم ۶ فلسطیني وګړي د صهیونیستي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

د صهیونیستي رژیم ځواکونو او ښاریزو د روژې د میاشتې را په دې خوا په ځلونو د الاقصی د جومات سپکاوی کړي او په سلګونو فلسطینیانو ته مرګژوبله اړولې ده.

 

بچوې: فلسطین
captcha