.چې همدا اوس په ځینو هیوادونو کښې د دغه ساري ناروغۍ د خپریدا د مخنیوي لپاره شته د تهران د کتاب د نړیوال نندرتون له نړیوالې برخې څخه د ایران د مخاطبانو او د بهرنیو خپروندویه موسسو هرکلی ډیر ښه دی .
د تهران د کتاب د درې دیرشم نړیوال نندرتون د نړیوالې برخې مسئول اسماعیل جانعلي پور له ایکنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د دغه برخې ناشرانو او خپرندویانو د شتون په هکله وویل: روان کال د کتاب په نندرتون کښې دوه دیرش هیوادونه ګډون لري.
هغه وویل ځینو هیوادونو د نشر د صنعت او د خپلو کتابونو او د قطر په شان ځینو هیوادونو بیا د خپل هیواد د کلتور د معرفي کولو هڅه وکړه.
دغه راز د هیوادونو د دوستۍ ځینې ټولنې هم د روان کال د کتاب په ننذرتون کښې غرفې او سټالونه لري.
هغه وویل روان کال څلرویشو هیوادونو په اتوشپیتو غرفو او سټالونو کښې یوسل اوه اتیا اثار د تهران د کتاب په نندرتون کښې وړاندې کړل.
4058231