
د لیبیا هیواد د قران کریم د حفظ او د قرائت د نړیوالو سیالیو لسم پړاو له څو کاله ځنډ وروسته د دغه هیواد په بنغازي ښار کښې د غبرګولي د میاشتې په یویشتمه نیټه ترسره کیږي.
ایکنا خبري اژانس د اخبار لیبیا په قول وویل د لیبیا په بنغازي ښار کښې د خلاقیتونو د پراختیا مرکز د راتلونکي جون میاشتې په یولسمه یعني د غبرګولي د میاشتې په ۲۱ نیټه د لیبیا د قران کریم د حفظ او د قرائت نړیوالې سیالې ترسره کوي.
د لیبیا د اوقافو او اسلامي امورو د ادارې د قران او د سنت د چارو مرکز په یوې بیانیې کښې په روان میلادي کال کښې د قران کریم د حفظ او د قرائت د نړیوالې جایزې د لسم پړاو پیلول اعلان کړ.
دغه مرکز په خپلې خبرپاڼه کښې ویلي دي د دغه جایزې پیلول له څو کاله ځنډ وروسته ترسره شوي او نن ورځ په ټوله دنیا کښې د قران کریم د حافظانو لپاره ښه خبر شته چې له خپلو هیوادونو څخه د قران کریم د قاریانو په ګډون سره به د قران د مینه والو کوربه وي او دا زمونږ د لیبیا هیواد لپاره چې د قران کریم د حافظانو او د قاریانو ټاټوبی دی کومه عجیبه خبره نه ده.
د لیبیا د اسلامي چارو او د اوقافو ادارې د قران کریم او د سنت د چارو ادارې وویل د قران کریم په دغو سیالیو کښې ګډون ته لیواله کسان کولای شي په بریښنا لیک سره له دغه سایټ Oqaflibya@gmail.com سره ارتباط ټینګ کړي او په دغو سیالیو کښې د ګډون کولو له شرایطو څخه خبر شي یا په ټیلي فون شمیرې او وټس اپ شمیرې۰۰۲۱۸۹۲۵۷۹۱۷۰۶ سره تماس ټینګ کړي.