IQNA

قرآني سورې /6

قران کریم د انسان د پنځون په هکله بیلابیلې نظریې بیان کړي دي

15:04 - May 31, 2022
د خبر لمبر: 3485847
تهران(ایکنا)ـ د انسان د پنځون او د نړۍ د هستې د نړۍ په هکله بیلابیلې نظریې او ایډیاګانې بیان شوي دي

، خو د اسلام له نظره خدای پاک ج  ټوله هستۍ او انسانان په یوې معلومې مودې کښې پنځولي دي؛ دغه راز د اسلام له نظره انسانانو له خلقت څخه مخکې له خپل خدای سره ژمنه او تړون کړی دی چې په ځمکه باندې د خدای پاک ج جانشین ووسي.

د قران کریم اومه سوره «اعراف» نومیږي چې په دوه سوه شپږو ایتونو سره د قران کریم اتم او نهم جزونه پکښې شامل دي ؛د اعراف سوره د مسلمانانو په تر ټولو سختو شرایطو یعني د اقتصادي کلابندۍ په پړاو کښې په مکې کښې په پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم باندې نازله شوه.

د قران کریم اعراف سورې د نورو سورو په شان چې په مکې کښې نازلې شوي دي د انسان د پنځون ، د توحید د اثبات ، له شرک سره د مبارزې او د پنځون په نړۍ کښې د انسان ځایګی په  موضوعګانو غور کړی دی.

څرنګه چې د انسان د پنځون اول پړاو یې انځور کړی دی د انسانانو د هغو  تړونونو یادونه کوي چې انسان د  خلقت له پیل څخه له هغه(خدای) سره تړلي دي؛ دغه راز د توحید له لارې د انحراف د نتیجې د ښودلو لپاره د تیرو قومونو او د غه راز د نوح علیه السلام ، لوط علیه السلام او د شعیب علیه السلام په شان د پیغمبرانو په قیصو باندې غور کوي.

د قران کریم د اعراف سورې اصلي موضوعګانې په دې ډول بیانولی شو:

د انسان پنځون:-

د قران کریم اعراف سوره په مفصل ډول د حضرت ادم علیه السلام او د  حضرب بي بي حوا د پنځون چې دوه لومړي انسانان وو له ابلیس څخه د دوې دوکې خوړلو او له بهشت څخه د دوې ایستل کیدا  او په ځمکه باندې د دوې د ژوند کولو  څرنګوالی بیان کړی دی.

له قران کریم سره انس:-

قران کریم د دنیا د خلکو په هکله د خدای پاک د ځانګړي رحمت او د خاص رحمت په لړ کښې یو کتاب بلل شوی او د قیامت ورځ د قران د تفسیر د ظهور ورځ نوموي.

د ځمکې او د اسمان د پنځون پیلیدل:-

قران کریم یوځل بیا د ځمکې او د اسمان پنځول بیانوي او له خپل پرودیګار سره په ارتباط کښې د انسانانو لار موندل او بې لارې کیدل په ګوته کوي.

د حضرت موسی علیه السلام قیصه :-

د حضرت موسی علیه السلام سرګذشت او قیصه په مفصل ډول په دغه سورې کښې بیان شوي ده.

لومړۍ په هغو پیښو غور کوو چې د حضرت موسی علیه السلام او د فرعون ترمینځ رامینځته شوه او له هغه وروسته له حضرت موسی علیه السلام سره د بني اسرائیلو کړچار بیانوي.

الهي تړونونه:-

دغه راز د هغو تړونونو  چې د انسان او د خدای ترمینځ شوي یادونه کوي او انسان د خپل  د ایمان او د شرک مسوول معرفي کوي او په دې اړه یې د خلکو د هدایتولو لپاره د پیغمبرانو هڅې ته اړونده قیصې بیان کړي دي.

اخرت:-

د قیامت ورځ یوه بله مسله ده چې د قران کریم په اعراف سورې کښې ورته اشاره شوي ده ‎؛ داسې مسله چې له خدای پرته بل هیڅوک د هغه په هکله اطلاع نلري.

تړلې خبرونه
captcha