IQNA

قرآني سورې [26]

په شعرا ء سورې کې د پیغمبرانو منطق

15:46 - August 17, 2022
د خبر لمبر: 3486115
ایکنا-(تهران)د خداوندمتعال له خوا دخلکو د هدایت لپاره ډير پیغمبر غوره شوي دي. خو په دغې لارې کې ئې ډيرې سختیانې درلودلي دي.په هغو کې دا چې هغه کسان چې په ګناهانو او انحراف ککړ دي،په آسانۍ سره نه مني چې خپله لاره اصلاح کړي. خو دغو ضدونو اوځِل د پیغمبرانو په منطق کې هیڅ انحراف او خنډ رامینځة نه دی کړی.

د قرآن کریم شپږویشتمه سوره ؛ شعرا؛ نومیږي. دغه سوره چې په مکې کې نازله شوي یوه سوره ده،اوه څلویښتمه سوره ده چې په پیغمبر اکرم(ص)نازله شوې ده. په دغې سورې کې ۲۲۷آیتونه دي او د قرآن کریم په نولسمې سپارې یا جزوې کې واقع ده.

په شعرا ددغې سورې نومول، له ۲۲۴څخه تر ۲۲۷پورې آیتونو کې د شاعرانو په باب د خبرو په دلیل  دي.په دغو آیتونو کې د چټيانو وئيونکو،بې باوره او بې عمله شاعرانو په باب خبرې شوي دي او په مقابل کې، د مومنو او دخداي یادونکو شاعرانو ستاینه شوې ده. له دې پلوه شعر د ایمان او ژمنتیا په لاره کې د ټولنې لورنیونې،محتوا وړاندې کونې او ورڅخه د استفادې لپاره یو آوزار دی.

د علامه طباطبائي له نظره د سورې  اصلي موخه پیغمبر ته ډاډ ورکول دي چې د آسماني کتاب (قرآن) په باب د هغه د قوم د اکثریتي خلکو ددروغ بللو او د اندیښمنونکو شعرونو او  جنو په څیر د تورونو په وړاندې  او هم د مخکینیو پیغمبرانو د کیسو او د دهغوي ددښمنانود انجام په یادونې سره،د پیغمبرانو منکرانو او دښمنانو ته خبرداری ورکړی چې  دهغوی  له برخلیکه عبرت واخلي.

شعراء سوره، له حضرت نوح(ع)رانیولې تحضرت محمد مصطفی(ص)پورې د نبیانو د غورځنګ موضوع ته او ددوي د انجام یادونه شوې ده او زیاتره په اعتقادي اصولو، توحید، معاد،د پيمبرانو په بلنې  او د قرآن په اهمیّت ټينګار کوي.د شعراء سورې  اصلی موخه د دوي د قومونو د دروغ بللو او تورونو په وړندې  پیغمبر ته ډاډ ورکول بلل شوي دي.

په دغې سورې کې  له خپل قوم سره د ځینو پيغمبرانو  خبرې اترې د مثال په توګه ذکر شوي دی،چې په هغو کې له خپل قوم او قبایلو سره ئې د ابراهیم پیغمبر،له خپل قوم سره د هود پیغمبر خبرې، له ثمود قوم سره د صالح پیغمبر خبرې،له خپل قوم سره د لوط پیغمبر خبرې، له خپلو اصحابو سره د شعیب پیغمبر خبرې  شاملې دي. ددغو خبرواترو د پام وړ ټکی دادی چې خلکو  دخپلو پیغمبرانو خبرو ته بې پامي کړې او هر یو پخپل ځاي کې له الهي عذاب سره لاس او ګریوان شول.

هغو مفهومونو ته په پام سره  چې په شعراء سورې کې  مطرح شوي،دغه سوره په درو برخو ویشلی شو.

لومړۍ برخه،د مشرکانو ددباؤنو په وړاندې پیغمبر ته ډاډ ورکول او د قرآن  د عظمت بیانول،د توحید نښو نښانو او دخدای صفتونو بیانولو ته اشاره  کول  دي.

دوهمه برخه،د پیغامبرانو د مبارزو او ژوند دټيټو هسکو بیانول او د پیغمبرانو دمنکرانو استدلالونو او دې ته ورته  داسلام دپیغمبر د منکرانو په استدلالونو سره او په نهایت کې د تیرو پیغمبرانو دمنکرانو  دعاقبت بیانول دي.

دریمه برخه ئې هم د تیرو برخو نتیجه اخستل، اسلام ته دبلنې درودې  او له مومنانو سره دجلند په باب پیغمبر سپارښتنه،پیغمبر  ته ډاډ ورکول او ورسره همدردي  او مومنانو ته دځيري ورکول دي.

تړلې خبرونه
captcha