IQNA

قرآن سورې/ 7

د قران انعام سوره د اسلام د شریعت او د عقیدې جامع اعلامیه ده

15:33 - June 08, 2022
د خبر لمبر: 3485861
تهران(ایکنا)- د قران کریم انعام سوره د حضرت ابراهیم علیه السلام قیصې

او د هغه د زامنو پیغمبرۍ ته اشاره کوي او اسلام دین د تیرو پیغمبرانو د لارې او د هدفونو دوام معرفي کوي.
د قران کریم د شپږمې سورې نوم «انعام» دی چې معنا یې څاروي دي.
دغه سوره ۱۶۵ ایتونه لري چې د قران مجید په اومو او اتمو جزونو کښې ده.
انعام سوره د نازلیدا د ترتیب پراساس پبنځه پنځوسمه سوره ده چې په پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم باندې په مکې کښې نازله شوي ده.
په مکې کښې په نازلو شویو سورو کښې د دین د عقایدو یعني د توحید،نبوت او د قیامت د اصولو شرح او توضیح ډیر تکرار شوی دی.
د قران کریم انعام سوره په هغو سورو کښې راځي چې ټول ایتونه یې یو ځایې او یو هیړ په پیغمبر نازل شوي دي.
دغه راز دغه سوره په دې وجه چې د خدای په حمد سره پیلیږي د حامدات د سورو برخه ده.
د انعام په نوم د دغه سورې د نومولو علت په پینځلسو ایتونو کښې د څارویو په هکله خبرې کول دي.
له څارویو د دغه سورې هدف د غوا او د پسه او د اوښ په شان په کور کښې ساتونکي څاروي دي.
د دغه سورې اصلي هدف د انسان او د نړۍ د ټولو خلکو لپاره د توحید بیانول او د پروردیګار اثباتول دي.
د همدې هدف لپاره په دغه سورې کښې د ستورو ، میاشت او د لمر سترګې د عبادت کولو د چټي بللو په هکله له کافرانو سره د حضرت ابراهیم علیه السلام قیصه بیان شوي ده.
متعال خدای د دغه قیصې له بیانولو وروسته د اسحاق، د یعقوب او د ابراهیم علیه السلام د نورو لمسیو د پیغمبرۍ په هکله د حضرت ابراهیم(ع) د غوښتنې د منلو خبره کوي او په همدې مناسبت د پیغمبرانو د نومونو تر ټولو جامع فهرست چې په اولس (۱۷)باندې مشهور دی د سورې په د دغه برخې کښې بیانوي.
ورپسې د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ټولو پیغمبرانو وارث او ځای ناستی معرفي کوي اوهغه ته دنده سپاري دغه خبره اعلان کړي چې اسلام ته د ده بلنه ملي او قومي اړخ نلري او د ده مخاطبان د دنیا ټول خلک دي.
انعام سوره د اسلام د شریعت او د عقیدې جامع اعلامیه ده.
دغه ټوله سوره د دریځونو اعلانول، د اسلام او د خدای د مخالفانو شکونو او نیمګړتیاو ته ځواب ورکول دي چې د انعام سورې په وسیله د پیغمبر لخوا بیانیږي.
په دغه سورې کښې د قل د فعل امر څلورڅلویښت ځله تکراریدل چې معنا یې «ووایه» ده له هغو شکونو سره په مقابلې کولو پرله پسې ټینګار دی چې د استدلال(دلیل) په بڼه د مشرکانو او د توحید ، د نبوت او د معاد د مخالفانو پرضد بیان شوي دي.
په تیره بیا د الوهیت او د عبودیت په اړه د انسان د عقیدې اصلاح کولو لپاره د قران کریم همیشنۍ هڅه په دغه سورې کښې ښکاره شوي ده.

تړلې خبرونه
captcha