IQNA

قرآني سورې (19)

د مریّم سوره؛د یوې پاکدامنې مور کیسه

14:46 - July 19, 2022
د خبر لمبر: 3486001
ایکنا-(تهران) په قرآن کریم کې د حضرت عیسی علیه السلام د مور حضرت مریّم سلام الله علیها نامه د یوې پاکې میرمنې د بیلګې په توګه معرفي شوې ده.یو داسې شخصیّت  چې که څه هم پیمغبر نه دی ، خو د پيغمبر په څير تربیّت شوی  او د پیغمبرانو په شان چلند ئې درلود.

د مریّم سوره؛د یوې پاکدامنې مور کیسه؛مریّم ؛د قرآن کریم نولسمه سوره  ده  چې ۹۸آیتونه لری  او د شپاړسمې سپارې کې واقع ده. دغه سوره چې په مکې کې نازله شوې ده،د نزول په ترتیب کې څلور څولیښتمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم نازله شوې ده

ددغې سورې په د مریّم په نامې د نومولو  دلیل له شپاړسم تر اوه ویشتم پورې په آیتونو او دغه راز په ۳۴ایت کئې د حضرت مریّم(س) د ژوند دکیسې بیانول دي .

د مریم سوره دوې ځانګړنې لري. لومړۍ دا چې د لویو پیغمبرانو او د مریّم د کیسې د بیانولو په وخت له ؛اُذکُر؛ ټکي څخه د فرمان د یادونې  او یاددښت په معنا استفاده شوې ده  او دوهم دا چې د خداي د یوه صفت په توګه د ؛رحمان؛له ټکي  په دغې سورې کې شپاړس ځله کارول شوی دی څود درستو ښکارندو او موجوداتو په تیره بیا د پيغمبرانو او مومنانو  په نسبت د خداوند متعال پراخ رحمت او مهرباني وښئ . .

علامه طباطبائي  په تفسیرالمیزان  کې  ددغې سورې اصلي پيغام ځيری بللی  چې  د پيغمبرانو په کیسو کې بیان شوی دی. همداراز د مریّم سوره درو ډلو  یا برخو ویشل شوې ده.یوه هغه ډله یا برخه چې  الهي نعمتونه پکې راځي  چې پيغمبران، غوره کسان او هدایت شوي کسان پکې شاملیږي؛توبه کونکي او هغه مومنان چې د صالح عمل کونکي دي چې دوي  لومړنۍ ډلې ته ورزیاتیږي  او دریمه ډله ګمران شوي  او له شیطانانو سره ناسته پاسته کونکي کسان.

ددغې سورئې ترټولو مهمه برخه ، د زکریا د کیسې بیانول دي  چې مسیحي انجیل په روایتونو سره  له لوقا سره  ئې سمون خوړلی دی.په دغې سورې کې همداراز د حضرت مریّم  امیندوارې کیدا موضوع ته  او د حضرت عیسی  زیږیدا او په ځانګو کې دهغه خبرې کولو ته  اشاره شوې ده  او د غې صدق او اخلاص د  الهی نبیانو په توګه ستائي.

د عیسی مور مریّم یوه په زړه پورې نامې سره او په مسلمانانو کې یوه داحترام وړ میرمن او بانو ده خدای تعالی مریّم  یوه پاکه بی بی ګرځولې  او هغه ئې د دنیا پر درستو میرمنو غوره کړې ده. دحضرت مریّم سلام الله علیها پاکدامني او ریښتونوالي ، حضرت عیسی  په ځانګو کې تائيد کړې .؛قال اِني  عبدُاللهِ آَتانی الکِتابَ وَ جَعلنی نَبیاْ وجَعلني  مبارکا اَیٌن ما کُنتُ وَ اوصانی بِالصَلاةِوَالزَکاةِ مادُمتُ حَیّا؛..............؛ وې وئيل  زه د خداي بنده ، ماته ئې کتاب راکړی او پيغمبر ئې  ګرځولی یم ، او ماته ئې له خپلې نیکې مور سره نسبت راکړ او  زه ئې نافرمان واظالم نه یم ګرځولی؛او  پرما درود په هغې ورځې چې وزیږیدم  او په هغې ورځې چې له دنیا به رحلت کوم  او په هغې ورځې چې  بیا به ژوندی کیږم (د مریّم سوره ،له ۳-تر ۳۳ آیتونه )

 

تړلې خبرونه
captcha