IQNA

د قرآن سورې/ 8

د قران کریم انفال سوره په اسلام کښې د جهاد حقیقي مفهوم بیانوي

16:06 - June 07, 2022
د خبر لمبر: 3485858
تهران(ایکنا)- په نړۍ کښې د سرزورو ډلو رامینځته کیدا او د دغو ډلو لخوا د اسلام له نوم څخه ناوړه استفادې کولو

 ته په پام سره د جهاد معنا او مفهوم د جنګ غواړي، د تاوتریخوالي او د وژلې په شان له ټکو سره یوځای دی دا په داسې حال کښې دي چې اسلام دین تل په سولې او ارامښت باندې ټینګار کوي؛ که څه هم له تیریګرو سره جهاد کول یې ضروري بللی دی.

د قران کریم د اتمې سورې نوم انفال دی؛ دغه سوره مدني ده یعني په مدینې کښې نازله شوي ده او پینځه اویا ایتونه لري او د قران کریم په نهمو او لسمو جزونو کښې راځي.

د انفال معنا د غنمیت د ورکولو په معنا ده او په دغه نوم باندې د دغه سورې نومول په لومړي ایت کښې له دغه ټکي څخه د استفادې کولو او د هغه د احکامو د بیانولو په وجه دي.

د قران کریم انفال سورې د انفال فقهي احکامو ، عمومي شتمنیو ، خمس ، جهاد ، د مجاهدانو دندو ، له بندیانو سره سلوک ، د جنګي چمتووالیو ضرورت او د مومن نښو نښانو ته اشاره کړي ده.

د قران کریم انفال سوره له مشرکینو سره د مسلمانانو له لومړي جنګ وروسته یعني د بدر د جنګ په وخت نازله شوي ده . د بدر د جنګ په شان مهمه پیښه چې د مسلمانانو لومړنی جهاد دی د جنګ بدر په هکله حکمونو او له جنګ څخه وروسته   غنیمونو د ویشلو او له بندیانو سره د کړچار په شان پیښو ته اشاره لري.

 «وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ؛ که چیرې سولې ته ګروهمن شي ته (هم) سولې ته ګروهمن شه او په خدای توکل وکړه چې هغه دانا اوریدونکی دی»( انفال/۶۱)دغه عبارتونه چې د سولې په ایت مشهور دي ، له قید او شرط پرته په جنګ کښې د سولې د غوښتنې په مقابل کښې سوله مطرح کړي ده چې د هغې د اهمیت ښودنه کوي.

د قران کریم د انفال سورې دغه ایت د دې ښودنه کوي چې اسلام دین جنګ اصل نه دی ګرځولی او تر هغه ځایه چې امکان شته د سولې د ټینګولو هڅه کوي.

البته د قران کریم په نورو ایتونو کښې د مسلمانانو له دغه کړچار څخه د دوښمانانو ناوړه استفاده مطرح شوي ده.

د قران کریم د انفال سورې اصلي هدف له الهي غیبي مرستو څخه د مومنانو د استفادې د شرایطو بیانول دي چې تر ټولو مهم شرط یې د خدای او د هغه د پیغمبر اطاعت کول دي او د هغه څنګ کښې د دغه اطاعت او د خدای له حکم څخه د سرغړونې نتیجو ته اشاره کوي. دغه راز په دغه مسلې ټینګار لري چې خدای پاک ج په هغو ژمنو چې ورکړي یې دي په پریکنده توګه عمل کوي.

د قران کریم په انفال سورې کښې په هر وخت او هر ځاې کښې د جهاد لپاره د جنګي ، سیاسي او د ټولنیز چمتووالي د ضرورت په شان په مسائیلو باندې ټینګار شوی دی او د جنګي حکمونو په څنګ کښې د مسلمانانو ترمینځ نورو مالي موضوعګانو ته هم پام شوی دی.

له مکې څخه مدینې ته د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د هجرت پیښه یوه بله موضوع ده چې په دغه سورې کښې بیان شوي ده؛  دغه راز د هغو کسانو  چې د خدای د رضا او یا په خدای یا پیغمبر باندې د اعتماد لپاره یې هجرت کړی دی ستاینه شوي ده.

تړلې خبرونه
captcha